Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بشري حقونو کمېسیون:پر ولسي وګړو برید جنګي جرم دی

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د ترهګرو ډولو د بریدونو په پایله کې د ولسي وګړو مرګ ژوبله ټکان ورکوونکې بولي او دغه بریدونه جنګي جرمونه بولي.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون اجرائيه رییس موسي محمودي له ترهګرو ډولو څخه غواړي چې ولسي وګړي په نښه‎ نه‎کړي.

ښاغلي محمودي په دې اړه وویل:«ټکان ورکوونکي،غم انګېزه او د باور وړ نه ده چې هره ورځ د مُلکي کسانو د وژل کېدو او ژوبل کېدو او د ملکي سیمو تر برید لاندې نیول کېدو شاهد یوو.»

په همدې حال کې په سترې محکمې د برید د قربانیانو خپلوان له حکومت څخه غواړي چې د وژل شویو کسانو د وینې د غچ اخیستو لپاره د ترهګرو ډلو د بندیانو ته سخته سزا ورکړي.

فرید احمد د سترې محکمې هغه کارکوونکی دی چې په دغې محکمې‎ د سې‎شنبې په برید کې خپله مېرمن له لاسه ورکړې ده.

د سترې محکمې کارکوونکي فرید احمد په دې اړه وویل:«ژوند مې تباه شو،له هغې پرته نور ژوند نه‎لرم ،خدای دغه ترهګر تباه او برباد کړي.»

هغه زیاتوي:«کله چې کور ته راتلم له ډېرو ښه لطف سره یې ښه راغلاست وایه،اوس نور څوک نه‎شته چې راته وخاندي.»

د دوي له واده یو کال تیریږي او وايي په هغه ورځ په ټولو روغتونونو وګرځیده ترڅو یې چې خپله میرمن په وزیراکبر خان روغتون کې په وینو ککړه پيدا کړه.

افغان حکومت هم د ملکي مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره د هڅو په اړه ډاډ ورکوي.

د اجرائيه رییس د ویاند مرستیال جاوېد فیصل په دې اړه څرګنده کړه:«موږ ډېری وخت خپل عملیات ځنډو ترڅو خلکو ته زیان ونه‎‎رسېږي،خو زموږ ستره ستونزه دا ده چې ترهګر ولسي وګړو ته هېڅ پاملرنه نه‎کوي.»

د ملګروملتو سازمان د رپوټ له مخې په ۲۰۱۶ زیږدیز کال کې کابو ۳ زره او ۵۰۰ ملکي کسانو وژل شوي او کابو ۸ زره نور ټپيان شوي دي.

د افغانستان لپاره د ملګروملتو سازمان ځانګړي استازي هم د افغانستان جګړه یوه اوږده او بې مانا جګړه بللې ده.

شریک یي کړئ