Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بلخ دیني عالمان له طالبانو غواړي چې له حکومت سره خبرې وکړي

د بلخ ولایت په مزارشریف ښار کې یو شمېر دیني عالمانو له طالبانو وغوښتل چې خپلې وسلې په ځمکه کیږدي او دسولې رامنځته کولو په موخه له افغان دولت سره خبري وکړي.

دا دیني عالمان وايي سولې ته د رسېدو لپاره له هرې پرېکړې ملاتړ کوي.

دیني عالم، سیدعبدالوکیل آخوندزاده وايي:« په ټول کې دیني عالمان او دلته راغلي دیني عالمان د سولې راوستو په برخه کې هره پرېکړه چې وي، پلوي یې کوي. که موقت حکومت وي، که انتقالي حکومت وي، دا چې که طالبان یې ومني، او هیله لرو چې حکومت یې هم ومني، او هر څوک چې د موقت حکومت مخالفت کوي، نو د سولې مخالفت کوي.»

راټول شوي دیني عالمان همداراز وايي چې حکومت باید هڅه وکړي چې د سولې په خبرو کې د چا حق تر پښو لاندې نشي او د سولې د خبرو جزییات دې له خلکو سره شریک شي.

د بلخ د علماو شورا غړی، محمدحیدر فیاض زیاتوي:«په سوله کې ابهامونه شته، دا د هر افغان کور دی، باید چې ټول په کې ښکېل وی او ټول حق لري چې ورسره مسایل شریک شي، داسې نه چې یو د بل قرباني شي.»

همداراز دوی له حکومت نه غواړي چې د سولې په خبرو کې دي ځواکمن دریځ ولري، ځکه چې سوله په زاریو نه ترلاسه کیږی.

همداراز دیني عالم، شجاع‌الدین څرګندوي:«سلام وايي چې سوله باید شرافتمندانه وي، د دواړو لورو درناوی وشي، طالبان او حکومت غوښتنې لري، باید چې د خبرو میز ته کیني او خپلې غوښتنې مطرح کړي، داسې نه کیږي چې یو لوری هیڅ حاضر نه وي او بل لوری د داسې چا سره د سولې خبرې کوي، چې هغه هیڅ په سوله کې ښکېل نه دی.»

د بلخ ولایت دیني عالمان د افغان حکومت د استازو له ګډون پرته د امریکا متحده ایالاتو ترمنځ د سولې خبرې شکمنې بولي او له طالبانو په ټینګار سره غوښتنه کوي چې د افغان حکومت له استازو سره مخامخ خبرې وکړي.

د بلخ ولایت دیني عالمان له دولته غواړي چې د سولې خبرو اتر په اړه د له  خلکو سره مالومات شریک کړي

شریک یي کړئ