Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بلخ د والي استعفا په اړه د ولسي جرګې د استازو بېلابېل غبرګونونه

د ولسي جرګې ځینې غړي وایي چې له حکومت سره د عطا محمد نور اود  پلویانو مخالفت یې د بغاوت مانا لري. او له حکومته غواړي چې د دولت د مخالفو وسله‎والو په توګه دې ورسره چلند وکړي.

له دې سره د جرګې ځینې نور غړي د بلخ د ولایت له څوکۍ څخه د عطا محمد نور پر لېرې کولو نیوکه کوي او دا کار د هېواد په شمال کې د داعش د حضور لپاره چلوټي بولي.

یو شمېر استازي د عطامحمدنور لخوا د مرکزي حکومت د پریکړې نه منل بغاوت بولي.

د ولسي جرګې غړې ارین یون وايي:«حکومت باید له هغه (عطا محمد نور) سره دې د داعش او طالبانو په څېر چلند وکړي.»

د ولسي جرګې بل استازي قدرت الله ذکي هم وویل:«کور دې ودان ښاغلی غني نن دې د بلخ خلک د ظالمانو له منګولو وژغورل.»

د پارلمان غړې سایره شریفي هم زیاتوي:«که‎چېرې زه ۱۵ کاله په واک کې وم عدالت تامین وه او که نه وم عدالت تامین نه دی.»

خو د ولسي جرګې یو شمېر نور غړي حکومت تورنوي چې له بلخ ولایت څخه د عطامحمدنور په ګوښه کولو غواړي د هېواد په شمال کې د داعشیانو د فعالیت د پراختیا زمینه برابره کړي چې حکومت دا ادعا نه ده تایید کړې.

د پارلمان بل استازي عبدالرووف انعامي وايي:«په دې هېواد کې د یوه قوم اتل د بل قوم دښمن دی او هر کس یو مشر لري چې له خپل قوم څخه دفاع وکړي د هغه پر ضد توطیه کېږي.»

لالي حمدزی هم څرګنده وي:«استاد عطا دوه یا درې میاشتې وړاندې استعفا ورکړې وه نو ولې اوس له هغې سیاسي استفاده کېږي.»

د ولسي جرګې استازی صادقي زاده نیلي زیاته کړه:«په دغه حکومت کې د شخصیتونو د حذف پروژه خپل اوج ته رسېدلې هر شخصیت چې د ملي او ولسي وجهه لرونکی وي باید په بېلابېلو پلمو که د ولسمشر مرستیال هم وي باید بي بي ګل د هغه په اړه پرېکړه.»

له بلخوا د ولسي جرګې یو شمېر غړي د حکومت مشران زغم ته رابولي.

د ولسي جرګې استازی سید علي کاظمي وویل:«د یوه سیاسي د ملي اقتدار له ادارسه وړاندیز کوم چې افغان حکومت او د افغانستان د جمعیت اسلامي ګوند دې له زغم کار واخلي.»

له هغې وروسته چې د مرکزي حکومت لخوا د بلخ له ولایته د عطامحمدنور د استعفا منظوري اعلان شوه، عطامحمدنور او اسلامي جمعیت د حکومت دا کار د نه منلو وړ وباله.

هغه څه چې له بلخ ولایته د عطامحمدنور استعفا یا ګوښه کېدل بلل کېږي په ولسي جرګه کې له بېلابېلو غبرګونونو سره مخامخ شوي دي.

شریک یي کړئ