د بلخ ولایت پولیسو ویلي دي چې ناپېژانده وسلهوالو سېشنبې سهار(د وري ۱۵مه) د دې ولایت د صنعتکارانو ټولنې رئيس، اسدالله ناچار وژلی دی.
د یاد ولایت د پولیسو ویاند، شېرجان دراني وایې چې دا پېښه د مزارشریف ښار څلورمې حوزې د نورآبادو په سیمه کې شوې ده.
نوموړي زیاته کړه، تر اوسه د پېښې لامل نه دی څرګند، خو ښایې چې ښاغلی ناچار د شخصي دښمنیو په پایله کې وژل شوی وي.
ښاغلي دراني وړاندې وویل، پولیسو هڅه کوي چې د پېښې عاملان ونیسي.
تر اوسه پورې چا او یا کومې ډلې د پيښې په اړه څه نه دي ویلي.