د بلخ ولایت مزار شریف ښار کې تېره شپه(د چنګاښ۳۰مه) ناپېژانده وسلهوالو د علي رضا په نامه یو ۲۳ کلن ځوان په نامه وژلی دی.
د بلخ د پولیسو ویاند، شېرجان دراني وايي چې یاد ځوان د شپې نهه بجې کله چې د کور پر لور روان وو، غلو ترې د هغه موټر سایکل غوښتی او د هغه مخالفت سره تر مخامخ کېدو پر علي رضا یې ډزې کړې دي.
نوموړی وايي چې برید کوونکي کسان له سیمې تښتېدلي دي.
د مزار اوسېدونکي په داسې حال کې د ناپېژانده وسلهوالو لخوا د وژنو پېښو زیاتوالي په اړه اندېښنه څرګندوي چې یوازې په تېرو لسو ورځو کې څلور تنه په دې ښار کې وژل شوي دي.
پنځه ورځې مخکې (د چنګاښ ۲۶مه) د نیګینې په نامه یوه مېرمن وژل شوې وه، نوموړې واده کړی وه او درې ماشومان ترې پاتې شول.
د نیګینې مور وايي چې تر اوسه هم حکومت د هغې د لور وژنونکو نیولو او پيژندنې په پرخه کې پاتې راغلي دي او شکایت کوي.
هغه وايي چې لور یې قابله وه، انګلیسې او کپبوټر سره بلده وه، او درې ماشومان یې درلودل چې په پای کې د کورنیو تاوتریخوالیو قرباني شوه.
د بلخ د والي ویاند، منیر فرهاد وايي چې نګینه د هغې مېړه، حامد لخوا وژل شوې ده. دی وايي چې حامد د حیرتان بندر د خدمتونو کارکوونکی وه او دوه کاله یې د والي دستیار په توګه هم کار کړی دی.
دی وايي چې اوس مهال حامد تښتېدلی دی.
د مزارشریف ښار اوسېدونکي وايي سره له دې چې مخکې دا ښار آرامه وه، خو اوسمهال د غیرې مسوؤلو وسلهوالو شتون خلک اندېښمن کړي دي.