د بلخ ځينې قومي مشران، د ملي یووالي حکومت له مشران څخه غواړي چې د ارګ او د ولسمشر لخوا د بلخ لیرې کړل شوي والي عطامحمد نور ترمنځ شخړې ژر تر ژره پای ته ورسوي.
د قوم دا مشران د بلخ له څوارلسو ولسوالیو، د همدې له امله نن د مزارشریف په ښار کې سره راغونډ شوي وو.
هغوی ګواښ کوي کهچېرې دغو شخړو ته د پای ټکی کې نهږدي هېواد یوځل بیا د بې ثباتۍ په لور ولاړ شي او د تېرو ۱۶ کلنو لاسته راوړنې به له منځه ولاړې شي.
د سادات ټولنیزې ټولنې مشر او د قومي مشر سید عبدالجبار جمال په دې اړه وویل:«د ملي یووالي حکومت مشران باید د خلکو او د بلخ د مشرتابه برخلیک ته پاملرنه وکړي او دا ستونزه د ولسواکۍ ارزښت په مطابق او د اساسي قانون په ګټه حل کړي.»
هغه دې ته په اشارې سره چې خلک له دغو شخړو په بېلابېلو لاملونو زیانمن شوي، هم څرګنده کړه:«د بهرنیو اسعارو د بیو لوړوالی، په بېلابېلو ولایتونو کې د امنیت لهمنځه تلل، د خوراکي توکو لوړېدو د خلکو ارامښت یې لهمنځه وړی دی.»
د دغه غونډې ګډونوال په دې اند دي چې د ارګ او عطامحمد نور وروستي مخالفتونه د بېلا بېلو اړخونو له کبله زیان رسوي.
د افغانستان د ځوانانو د پارلمان غړی مختار احمدي په دې اړه وايي:«د دې وضعیت دوام په هېڅ ډول د هېواد او د افغانستان د خلکو په سلا نه دی.»
په دې غونډه کې قومي مشرانو، د مدني حقونو دفاع کوونکو او دیني عالمانو ګډون کړی وو. هغوی ټینګار کوي کهچېرې وضعیت په همدې ډول دوام وکړي، په افغانستان کې به د بشري حقونو ارزښتونه لهمنځه ولاړ شي او ناامني به پراخیتا وموي.
د ښځو د حقوقو فعاله محبوبه سادات په دې اړه وايي:«باید هڅه وکړو او جدي حرکت وکړو، و پرې نه ږدو زموږ او زموږ د خلکو ټولنیزه سوکالي له منځه ولاړه شي.»
دغه غونډه په داسې حال کې جوړېږي چې له درېیو اوونۍ زیاته موده کېږي چې د ارګ او اسلامي جمعیت ګوند ترمنځ اختلافونه دوام لري.
که څه د حکومت او اسلامي جمعیت ګوند د استازو ترمنځ پنځه ځله غونډې شوي، خو تراوسه هم د دغو اختلافونو لپاره يي حل لاره نه ده موندلې.