د بلخ والي عطا محمد نور د ولسمشرد دوه ورځو وړانې د ویناوڅخه چې د لویې جرګې په خیمه کې یې کړي وې په شدید سره انتقاد وکړ او څرګنده کړه چې د ولسمشر دعوت نوماندانوته چې یوې پرېکړي ته سره ورسېږي دا د ډیموکراسی خلاف کاردی .
عطا محمد نور چې د احمدشاه مسعود د دېرلسم تلین په مراسمو د بلخ په ولایت کې خبرې کولې ، خبرداری ورکړ چې موږ هېڅکه د هغو ټاکنو پایلی نشو منلای چې د طرحه شویو درغلیو په پایله کې تر سره شوی وي .
هغه زیاته کړه: " موږ د هغو افرادو د محکمې غوښتونکې یو چې په ټاکنو کې یې درغلۍ کړي دي. "
د بلخ والي د دې په ویلو سره چې د ولسمشر خبرې د ډیموکراسی سره په ټکر کې دي او دا یو ډول قومي انتقال ته برتري ورکول دی نسبت ډیموکراسی ته او وویل: له د سره سره چې ولسمشرته زیات درناوی لرم خو دولسمشر دا وروستې پړیکړې د یوه دموکرات، تحصیل کړي،باتقوا و د افغان نه دي."
ښاغلي نور زیاته کړه: "کله چې قومی انتقال پر دموکراسي،مردم سالاري او ښار محوري باندې غوره وګنل شي موږ څنګه کولای شو چې هیله ولرو. "
هغه زیاته کړه: "موږ یوازي دا نه چې د درغلو څخه رغېدلی حکومت منو بلکه هغه حکومت د ملت له اوږو څخه دومره لیرې اچوو چې لاس،سر او پښې یې ماتې شې. "
د بلغ والي د خبرو په اوږدو کې د درغل ګرو محکمې ته کش کول او د سپینو رایو د تورو رایو څخه په جلاکولوباندې تاکید وکړاو د هغوو سرو او شنو حرکت په لاره اچولو د ټاکنو د پایلو نه منل د هغه په قول له درغلیوڅخه د راوتلوپایلو په اړه خبرداری ورکړ .
د اشرف غني احمدزي د ټاکنیزو ډلې ویاند ظاهر رهیر د عطا محمد نور په غبرګون وویل: "موږ دا ډول ادعاوې بې بنسټ او غیزې مسولانه بولو او د مقابل لورې د رسمي موقف یوازې د ډاکټر عبدالله عبدالله له خولې موږته اعتبار لري نه د هر چا له خولې څخه چې هاخوا او دېخوا بې ځایه او بې اساسه سترې ادعاوې کوي. "
طلوع نیوز زیات کوښښ وکړ چې د ولسمشرۍ نظر د بلخ د والي د خبرو په اړ تر لاسه کړي خو بریالی نشو .
عطا محمد نور د عبدالله عبدالله یو له اصلي ملاتړکوونکو څخه دي هغه مخکې له دې عبدالله عبدالله د ټاکنو بریالی بولي اوزیاته یې کړه چې د عبدالله عبدالله حکومت څخه به ملاتړ وکړﺉ .
په دې اړه مو اندونه