Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بمونو مور استعمال ناروغۍ زیاتې کړي او ځمکې له حاصله غورځولي

د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ په مامند درې ولسوالۍ کې د بمونو د مور له غورځولو کابو دوه نیم کاله وروسته، د دغې درې خلک وايي چې اوس په دغې دره کې ډول ډول ناروغۍ زیاتې شوي او همدارنګه کرنیزې ځمکې له حاصلاتو لوېدلې دي.

د طلوع نیوز خبریال عبدالحق عمري چې مامند درې ته تللی، وايي چې ځينې ماشومان او تنکي ځوانان یې لیدلي چې د دغه بم د غورځولو له امله، د پوټکي پر ځينو ناروغیو اخته شوي دي.

ډېری دغه تنکي ځوانان، پر مامند درې د بمونو د مور له غورځولو وروسته، د پوټکي په یو ډول ناروغۍ اخته شي چې د هغوی د پوټکي ځينې برخې وچېږي.  

د مامند درې اوسېدونکی جام روز وايي:«د بمونو د مور له غورځولو وروسته، ډېرې ناروغۍ پیدا شوي؛ ډېری دغه ناروغۍ د پوټکي دي.»
 
د دغه کلي نور اوسېدونکي هم وايي چې په نورو برخو هم د بمونو مور استعمال اغېزې کړې دي.

د سیمې اوسېدونکی پاچا شینواری څرګندوي:«د بمونو د مور له غورځولو وروسته، اوس دلته ډبرې ماتېدونکې شوې دي... بوټي وچ شوي دي.»

د سیمې اوسېدونکي محمد الله هم وویل:«کله یې چې بم وغورځوه، کورونه ویجاړ شول... موږ له دې ځایه ولاړو، هر څه ویجاړ شول.»

له بلخوا ډاکتران او د پوځي چارو کارپوهان په جګړو کې د اټومي موادو د کارولو د ناوړه پایلو په اړه خبرداری ورکوي.

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ویاند ظاهر عادل وايي:«تراوسه د دې په اړه چې په اچین کې د بم غورځولو له امله ناروغي پیدا کړي وي، د ننګرهار د عامې روغتیا په ریاست کې په دې اړه څه ثبت شوي نه دي.»

اخوا د ولسمشر ځانګړې استازې او د بشري حقونو او نړیوالو اړیکو په چارو کې د دولت وزیره دا مني چې د ننګرهار پر اچین ولسوالۍ د بمونو د مور غورځولو د مامند درې سیمې اوسېدونکو ته ډېر زیانونه اړولي دي.

د ولسمشر ځانګړې استازې او د بشري حقونو او نړیوالو اړیکو په چارو کې د دولت وزیره سیما سمر څرګندوي:«زه فکر کوم، ټول چاودېدونکي توکي چې استعمالېږي، موږ وغواړو او که ونه غواړو، له بده مرغه د افغانستان خلکو پر روغتیا اغېزه کوي. په ځانګړې توګه په هغو سیمو کې چې چاودېدونکي توکي ډېر استعمالېږي. - له هغې ډلې د بمونو مور چې ډېرې ویجاړۍ لري.»

کابو دوه نیم کاله مخکې امریکا اعلان وکړ چې په ننګرهار کې د داعش ډلې د پټن ځای د له منځه وړلو لپاره په افغانستان کې د دغه هېواد ځواکونو د اچین ولسوالۍ پر مامند درې د بمونو مور په نوم لوی بم غورځولی چې د امریکایانو په وینا په دغه برید کې په لسګونه داعش جنګیالي وژل شوي او د دغې ډلې څو مرکزونه وران شوي دي. 
 
کابو دوه نیم کاله مخکې امریکا اعلان وکړ چې په ننګرهار کې د داعش ډلې د پټن ځای د له منځه وړلو لپاره په افغانستان کې د بمونو مور غورځوي.

شریک یي کړئ