Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بهرنیو استادانو ازادولو سره اوربند ته د ټرمپ هیله

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، ډونالډ ترمپ چهارشنبې(د لړم په ۲۹مه نېټه) په خپله ټویټر پاڼه کې د یوه لیکلي پیغام په ترڅ کې هیله څرګنده کړې چې د طالبانو له بنده د دوو بهرنیو استادانو خوشې کول به افغانستان کې د اوربند لامل شي.

 امریکایي کیوین کینګ او استرالیایي تیموتي ویکس په نامه افغانستان کې د امریکايي پوهنتون د دوو بهرنیو استادانو او لس افغان  پوځیانوسره د حقاني ډلې د دریوو غړو تر تبادلې وروسته د امریکا ولسمشر وایي چې د دوو استادانو له کورنیو سره یې د خوشې کېدو د هرکلي لپاره لیدلي دي.

په افغانستان کې د امریکايي پوهنتون دوه بهرني استادان سې‌شنبې وروسته له دري کاله بنده خوشې شول، دوی په ۲۰۱۶ کال کې په کابل کې تښتول شوي وو.

ټرمپ هیله څرګنده کړې څو، د یادو کسانو خوشې کول وکولی شي د سولې په برخه کې د ښو لاسته راوړنو، اوربند او د افغانستان د اوږدې جګړې د پای لامل شي.

د دوو بهرنیو استادانو د خوشې کولو خبر وروسته له هغې خپور شو چې د حقاني ډلې درې غړي، انس حقاني، مالي خان او حافظ رشید د بګرام له زندانه خوشې شول.

ولسمشر غني یوه اوونۍ مخکې اعلان وکړ چې د حقاني ډلې دا درې غړي انس حقاني، مالي خان او حافظ رشید یې د بهرنیو استادانو د خوشې کولو په بدل کې په مشروط ډول خوشې کړي دي.

انس حقاني، د جلال الدین حقاني زوی او د حقاني ډلې د اوسني مشر او د ملاهبت الله د مرستیال سراج الدین حقاني میرنی ورور دی، انس حقاني د ۱۳۹۳ هجري لمریز کال تلې میاشت کې د افغان ځواکونو له خوا ونیول شول.

د محمد عمر زوی حافظ رشید د حقاني ډلې د سیاسي مسوولیتونو ترڅنګ د دې ډلې د پوځي قوماندان په توګه هم کار کړی دی، نوموړی د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د خوست والي و.

خو له انس حقاني او حافظ رشید څخه درې کاله مخکې یعنې ۱۳۹۰ کالې کې مالي خان چې د حقاني شبکې مالي مسوولیت یې درلود نیول شوی و.

د امریکا ولسمشر له دي تبادلې په زړه ور توب سره د ولسمشر غني ملاتړ بولي، او ترې مننه کوي

شریک یي کړئ