Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بهرنیو ځواکونو پر احتمالي زیاتوالي د حراست او ثبات شورا نیوکې

د افغانستان د حراست او ثبات شورا چې ځان د حکومت لومړنۍ سیاسي مخالفه ډله بولي، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د احتمالي زیاتوالي په اړه د امریکا پر پرېکړې نیوکه کوي.

د حراست او ثبات شورا د سیاسي کمېټې رییس محمد عمر داوود، د پنجشنبې په ورځ(غوايي په ۲۱ مه) په کابل کې د یوې غونډې ترڅ کې وویل:«دا زموږ او تاسو مسؤولیت لوړوي، باید مسؤولانه فکر وکړو او له سره فکر وکړو، خو یو سوال ته باید ځواب ورکړو، همدا دولت دې یوه سوال ته ځواب ووايي،   امنیتي مسؤولیت زموږ خپلو ځواکونو ته ولېږدول شو، څه وشول چې موږ بیا بهرنیو ځواکونو ته اړتیا لرو چې راشي او له موږ څخه دفاع وکړي.»

د ناټو عمومي منشي په افغانستان کې د دغه سازمان د ځواکونو د زیاتولو موخه له افغان پوځیانو سره مرسته او د نړیوالو ترهګرو په امن پټن‎ځای د افغانستان د بیا بدلېدو مخنیوی بولي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وویل:« موږ له خپلو پوځي چارواکو څخه په افغانستان کې د څو زره پوځیانو د زیاتولو غوښتنه ترلاسه کړې او موږ په اوسني وخت کې پر دغې غوښتنې غور کوو.»

افغان حکومت که څه هم افغانستان ته د لازیاتو بهرنیو ځواکونو د احمتالي رالېږلو هرکلی کوي خو ترڅنګ یې د افغان پوځیانو په تېره بیا د هوايي ځواک سمبالول یوه جدي اړتیا ګڼي.

د اجرائیه ریاست ویاند مجیب الرحمان رحیمي په دې اړه وویل:«د دې له امله چې سږکال امنیتي ځواکونه تر دې کچې چمتو نه شول چې وکړای شي په فعاله توګه دفاع وکړي، موږ پوځي مرستو ته اړتیا لرو او د بهرنیو ځواکونو د زیاتوالي له طرحې هرکلی کوو.»

د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش په دې اړه څرګنده کړه:«دغه ځواکونه  له ملي پوځ سره د ښوونې او روزنې، مشورې ورکونې او همدارنګه د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره د هوايي همغږۍ په برخه کې له ملي پوځ سره همکاري کوي.»

په اوسني وخت کې د ۸ زره او ۴۰۰  امریکايي سرتېرو په ګډون څه د پاسه ۱۳ زره بهرني پوځیان د افغان ځواکونو په روزنه او هغوی ته په مشورې ورکولو بوخت دي.

خو ټاکل شوې په نېږدې راتلونکي کې د امریکا ولسمشر د ۳  تر ۵ زرو نورو پوځیانو د رالېږلو په اړه خپله پرېکړه اعلان کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه