Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بې پولې ډاکټرانو د بیا فعالیت لپاره د ماشومانو او میندو غوښتنه

د کابل په برچي سیمه کې په سل بستریز روغتون کې د بې پولې ډاکټرانو د فعالیتونو د بیا پیل لپاره د ولسي هڅو د بې پایله پاتې کېدو په لړ کې، نن ځينو میندو او ماشومانو چې په دغه روغتون کې نړۍ ته راغلي دي، د یوې غونډې په ترڅ کې د بې پولې ډاکټرانو د بیافعالیت غوښتونکي شول.

د بې پولې ډاکټرانو سازمان تېره اوونۍ اعلان وکړ چې د برچي په سل بنستریز روغتون کې خپل فعالیتونه بندوي. دا پرېکړه، د تېرې میاشتې په لړ کې پر دغه روغتون له برید وروسته نیول شوې ده.

په دغه برید کې ۲۴ تنه چې ډېری یې ماشومان او میندې وې ووژل شوې او څه باندې ۲۰ تنه نور ټپيان شول.
 
په برچي کې میندۍ او ماشومان وايي که چېرې دغه ډاکټران خپل کار له سره پیل نه کړي په لسګونه میندې او ماشومان به نورو روغتونو ته تر رسېدو ژوند له لاسه ورکړي.

د کابل اوسېدونکې حبیبه حسیني وايي:«میندې نه شي کولای چې خصوصي روغتونو ته ولاړې شي، تر هغې چې دولتي روغتونونو ته ځي، د لارو په اوږدو کې لاربندۍ دي، په لار کې ماشوم او یا هم موږ مړه کېږي.»

مژده هغه ماشومه چې په سل بستریز روغتون کې نړۍ ته راغلې هم وویل«بې پولې ډاکټران دې خپلو خدمتونو ته دوام ورکړي چې ماشومان له خپل حق څخه محرومه نه شي.» 
  
ظاهراً نن د بې پولې ډاکټرانو استازي د دغه روغتون د وضعیت د څېړلو او د خلکو پروړاندیزونو د غور لپاره دغه روغتون ته راغلي دي؛ خو د دغه روغتون د فعالیت د له سره پېلېدو لپاره د روغتون د مسوولانو او د خلکو د استازو په ساعتونو خبرې بې اغېزې وې.

 د دیارلسمې ناحیې د ګذر وکیل سخي داد بشر دوست څرګندوي:«موږ هیله لرله، وړاندیزونه لرل، هغوی ته مو خپلې طرحې، د خلکو ستونزې مطرحه کړې چې له بده مرغه نن مایوسه شو چې دوستانو پرېکړه وکړه چې خپل فعالیت بیا پیل نه کړي.»

د دغه روغتون ډاکټران وایي چې په دغه روغتون کې د ورځې تر پنځوسو ماشومانو نړۍ ته سترګې غړولې او د دغه روغتون د ناروغانو لپاره د بې پولې ډاکټرانو له لوري شاوخوا ۳۰۰ ډاکټران او روغتیایي کارکوونکي ګومارل شوي وو؛ خو اوس مهال په دغه روغتون کې یوازې ۶۰ تنه دولتي کارکوونکي کار کوي.
 
شریک یي کړئ