Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سل بستریز روغتون سره د بې پولې ډاکټراتو بنسټ د مالي ملاتړ پرېکون

 د بي پولي ډاکترانو بنسټ اعلان کړی ، چې په برچې سیمه کې د سل بستریز زېږنتون څخه خپل ملاتړ ته نور دوام نه ور کوي.
 
دغه بنسټ ویلي چې خورا سخت تصمیم يي نیولی دی، خو دا پرېکړه به د برچي سیمي د اوسېدونکو لپاره ډېره دردونکې وي.
 
د کابل دشت برچي سیمه کې د خلکو استازو ویلي حکومت پر یاد روغتون د برید په اړه بي پولي ډاکترانو ته د څېړنو اجازه نه ده ور کړې، خو ځکه هغوی پر یاد روغتون خپلي مرستي پرې کړې دي.
 
بلخوا د یاد روغتون مسوولینو ویلي دغه کار د خدمتونو د وړاندي کولو بهیر کې دوی له سختو ستونزو سره مخامخ کړي دي. 

د کابل د دشت برچي پر سل بستریز روغتون د ځينو وسله والو له بریده نږدې یوه میاشت تېرېږي؛ خو اوس د بې پولې ډاکټرانو سازمان چې د یاد روغتون د زېږنتون له څانګې یې مالي ملاتړ کاوه؛ د دغو مرستو له پرې کېدو خبر ورکړی او زیاته کړې یې ده چې، له دغه روغتونه له وتنې پرته بله هېڅ لار یې نه لري.

په افغانستان کې د بې پولې ډاکټرانو سازمان استازی فیلیپ رې بېریو په دې اړه وايي:«بې پولو ډاکټرانو نن یوه سخته؛ خو ډېره ضروري پرېکړه وکړه؛ چې له دشت برچي راووځي. دا پرېکړه زموږ لپاره ډېره دردونکې ده؛ خو تر موږ د دشت برچي سیمې د اوسېدونکو لپاره هم دردونکې ده چې روغتیايي چوپړتیاو ته ډېر کم لاس رسی لري.»

له دې سره سم، د دغه روغتون مسوولین وايي، د بې پولو ډاکټرانو بنسټ په دغه روغتون کې ۳۲۰ ډاکټران او نور روغتیاپالان ګومارلي وو چې د دغه بنسټ د مرستو په پرې کېدو سره به یوازې ۶۰ دولتي کارکوونکي په دې روغتون کې پاتې شي.

د دشت برجي د سل بنستریز روغتون د روغتیا پالو مسوول عبدالایوب فیضي څرګندوي:«دلته سل بستریز روغتون دی خو ۶۰ تنه تشکیل لري، دلته یوازې د نسايي برخې ۳۲۰ تشکیل درلود، کار بشري قوا ترسره کوي او دا کار به ځينې ستونزې رامنځته کړي.»

د کابل ښار د دیارلسمې ناحیې ځينې اوسېدونکي وايي، له څو ورځو راهیسې په یاد روغتون کې د بې پولو ډاکټرانو له مسوولینو سره یې لیدنې درلودې او له دوی څخه یې په وار وار غوښتي چې له دغه روغتون سره خپلې مرستې پرې نه کړي.

د دشت برچي د سل بستریز روغتون د روغتیايي شورا رییس سخي بشر دوست وویل:«موږ یې مرسته وغوښتله، مرسته دې نه پرې کوي زموږ خلک بې وزلي دي ناداره دي.»

د روغتیايي شورا غړی علي جان عارفي هم زیاته کړه:«اصلاً د دوی وینا دا ده چې دولت موږ ته په څرګنده نه دي ویلي چې د ځانمرګو بریدګرو موخه څوک وو، ایا ښځې وې، ایا ماشومان وو، یا موږ وو بس اصل ځواب ورته هم دا دی.»

د دغې سیمې د ګذر وکیلان زیاتوي، حکومت باید د دشت برچي پر سل بستریز روغتون د برید د څرنګوالي په اړه خپلې موندنې د بې پولو ډاکټرانو بنسټ په واک کې ورکړي.

د ۱۳ ناحیې د ګذر وکیلانو شورا رییس محمد طاهر خلیلي وویل:«بسټیزه پوښتنه دا ده تر هغې چې د عامې روغتیا وزارت، د افغانستان ملي امنیت، کورنیو چارو وزارت ورته وضاحت نه دی ورکړی برید یې ورته مشخص کړی نه وي دوی په دې ځای کې خپل فعالیت نه پیل وي.»

د ګذر وکیل دولت حسین هم څرګنده کړه:«که چېرې دغه بې پولې ډاکټران دلته راتلل، ولاړ شي، هغه بې وزله او خوار خلک چې دلته راتلل، ۲۵۰۰ افغانۍ له کومه کړي چې یوه شخصي روغتون ته یې ورکړي.»

ځينې وسله والو د تېرې روژې پر نولسمه ورځ د کابل په دشت برچي سیمه کې پر سل بستریز روغتون برید وکړ چې په پایله کې یې ۲۴ کسان چې ۲۱ یې ښځې وې، ووژل شول.

شریک یي کړئ