د افغانستان د اسلامي جمعیت د لنډمهاله مشرتابه شورا د غړو د شمېرو له زیاتوالي وروسته، اوس د دغه ګوند په لسګونه غړو د جمعیت د سمون شورا په نوم د دغه ګوند د لنډمهاله مشرتابه شورا د غړو د ټاکلو پر څرنګوالي نیوکه کوي.
د جمعیت د انسجام شورا غړي وايي چې د جمعیت ګوند د مشرتابه نوې شورا،د سلیقې پر بنسټ انتخاب شوي دي.
د افغانستان د جمعیت اسلامي ګوند یو غړی سید اکرام معصومي وايي:«یوه کړنه چې ځواب ویونکې نه ده او یو کړنه چې د جمعیت د غړو د قناعت وړ نه وه او نه ده.»
د افغانستان د جمعیت اسلامي ګوند بل غړی قاضي راز محمد په دې اړه څرګنده کړه:«له دې څخه پرته چې د جمعیت ګوند له مهمو غړو سره مشوره وکړي،کسان یې ګمارلي دي.»
عبدالودود صامت هم په دې اړه وايي:«دلته د افغانستان د خلکو د یوه ۶۰ کلن او ۷۰ کلن ګوند برخلیک مطرحه دی چې باید د کسانو د شخصي میلونو او غوښتنو سره مخ نهشي.»
د غونډې برخوال ژرتر ژره د دغه ګوند د کنګرې د جوړېدو غوښتنه کوي.
د افغانستان د جمعیت اسلامي ګوند غړی عبدالهادي صافی وايي:«باید کنګره جوړه شي او ټاکنې ترسره شي.»
له بلخوا د اسلامي جمعیت ویاند واقف حکیمي په دې اړه وایي:«د جمعیت اسلامي د مشرتابه لنډمهاله شورا هم په دې لړ کې د خپل مهم کار او لومړيتوب په توګه د یوه کال په اوږدو کې د عمومي مجمع ترسره کول دي باید ترسره کړي. »
اجراییه ریاست د ویاند مرستیال جاوېد فیصل په دې هکله چې ولې عبدالله عبدالله د اسلامي جمعیت د نوې شورا په تشکیل کې نشته داسې وايي:«اوسني کاري بوختیاوې او سیاسي لوری یې د دې لامل شوی چې دوی «عبدالله عبدالله» د افغانستان د جمعیت اسلامي په مشرتابه کې نه وي.»
اسلامي جمعیت د سه شنبې په ورځ د دغه ګوند لنډمهاله مشرتابه شورا اعلان کړه چې شمېر یې له نهو تنو څخه ۶۴ ته زیات شوی دی.