طلوع نیوز داسې تصویرونه ترلاسه کړي چې د ۲۰۷ ظفر قول اردو قومندان، جنرال محی الدین غوري د چورلکې د غورځیدو حالت ښيي.
په دغو تصویرونو کې لیدل کیږي چې د چورلکې ورستی پتنګ د کیناستو پر مهال له کاره لوېږي او د چورلکې د لوېدو لامل کېږي.
دا انځورونه ښیې چې له نسکورېدو ۲۰ ثانیې مخکې چورلکه په عادي توګه الوتنه کوي؛ او ځمکې ته په ۲۰ ميټري واټن کې ستونزه ورته پيدا کېږي.
په دغه چورلکه کې د پيلوټ په ګډون د الوتکې پنځه کارکونکې او د ۲۰۷ ظفرقول اردو د قوماندان په ګډون شپږ تنه نور سپاره و او د بادغیس له مرکز قلعه نو څخه بالامرغاب ته پر لاره وه.