د ۲۰۷ قول اردو قومندان، جنرال محیالدین غوري د جنازې مراسم په هرات ولایت کې د ولسمشر غني، کابینې غړو، د هرات ولایتي شورا غړو، پخوانیو جهاديانو او پوځي قومندانانو په ګډون ترسره شو.
ولسمشر غني په دې مراسمو کې د جنرال ژوند له لاسه ورکول د هېواد لپاره لویه تشه بولي او وايي چې د نوموړي ځای نه ډګېدونکی دی.
جنرال غوري د سېشنبې پر ورځ د چورلکې لوېدو پېښې له امله په بادغیس کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د ملي پوځ چارواکي وايي چې جنرال غوري د پرېکنده پروګرام درلودونکی پوځي وه او د هېواد په لویدیځه حوزه کې یې ترهګرو ته سخت ګوزار ورکړی وه.
د ملي اردو دغه تجربه لرونکی جنرال د ملي دفاع وزارت په عملیاتو کې،د لوا په قومندانۍ،د پامیر ۲۰ مې فرقې په قومندانۍ او د ۲۰۷ ظفر په قول اردو کې دندې ترسره کړې دي.
نوموړي په سختو شرایطو کې په هلمند ولایت کې د سختو عملیاتو مشري کړې او د دغه ولایت ډېره برخه یې له مخالفو وسله والو پاکه کړې ده.
هغه به تل ویل چې په سړو خونو کې د کیناستلو لپاره یې پوځي جامې نه دي اغوستې.
محیي الدین غوري د طالبانو لخوا د کندز له پرځېدو وروسته نوموړي ولایت ته ولېږل شو او د پامیر ۲۰ فرقې قوماندان وټاکل شو. هلته یې هم د داسې عملیاتو مشري وکړه چې طالبانو ته یې ډېره مرګ ژوبله واړوله.
جنرال محیي الدین غوري په ۱۳۲۸ کال کې په غور کې زېږېدلی او د کابل په پوځي پوهنتون کې د لیسانس سند له ترلاسه کولو وروسته یې له هېواده بهر په یوه پوځي پوهنتون کې د ماسترۍ تر کچې زده کړې وکړې. نوموړي له ۱۳۵۸ هجري لمریز کال راهیسې د ملي اردو په لیکو کې دنده ترسره کړې ده.