Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د خبریالانو پر وړاندې ارګ چلند په اړه غبرګون

د خبریالانو مدافع بنسټونه له خبریالانو سره د ولسمشر چلند د ټولو معیارونو خلاف بولي او زیاتوي چې دا چلند به د بیان پر آزادیو سخت ګوزار وي.

دا غبرګون په داسې حال کې کېږي چې تېره ورځ( د وري۲۰مه) ولسمشر غني د یوې خبري ناستې په ترڅ کې د یو شمېر خبریالانو پوښتنو ته ځواب ورنکړ او وروسته له هغې د ارګ یوه ویاند په خپله فسبوک پاڼه کې د خبریالانو لیکو ته د کچالو خرڅونکو له لار موندو ولیکل.

افغان خبریال، باعث حیات ویلي دي:«غوښتل مې له ارګ څخه ووځم چې د ولسمشر یو ساتونکی راغی او راته یې وویل چې دا ځل مو ستاسو لحاظ وکړ، تاسو په  ارګ کې چلند باندې نه پوهېږئ، تاسو ارګ نه دی لیدلی او نه پوهېږئ چې څه ډول باید ووسئ.»

له رسنیو ملاتړې ادارې او یو شمیر نور بنسټونه، له هغې جلمې پرس کلب، د افغانستان د خبریالانو مرکز او دریم بهیر د ولسمشرۍ ماڼۍ دغه چلند غندي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز رئیس، احمد قریشي وویل:«د ولسمشر دا چلند کېدی شي چې پر نالیکل شوي قانون بدل شي او له بده‎مرغه په افغانستان کې داسې قوانین ډېر پلویان لري.»

په همدې حال کې د ژورنالیستانو ټولنې رئیس، فهیم دشتي زیاتوي:«اصلي خبره همد ا ده چې د چلند توپير کوي، دا چې خبریال ته ویل کېږي دا پوښتنه دلته نه ځواب کېږي.»

په دې ترڅ کې د بیان د آزادیو یو شېر مدافع بنسټونه په دې آند دي چې د ملي یووالي حکومت رامنځته کېدو سره د بیان آزادیو سیمه تنګه شوې ده.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په ۱۳۹۵ کال کې د خبريالانو پر وړاندې د ۹۵ تاوتریخوالیو پیښو خبر ورکوي او وايي چې دا پېښې د ۵ خبریالانو د ژوند د لاسه ورکولو لامل شوی دی.

د آزادو رسنیو ملاتړ بنسټ یا نی هم ۲۰۱۶ زیږدیز کال د خبریالانو لپاره خونړی وباله.

په ۲۰۱۶ کال کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په رپوټ کې هم د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي د ۴۳۲ پيښو یادونه شوې چې د افغان حکومت لخوا نه دي څیړل شوې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دغه رپوټ کې د افغانستان د سیاسي او امنیتي چارواکو لخوا د خبریالانو د ګواښلو او ځورولو یادونه هم شوې ده.

د رسنیو څار بنسټ رئیس، صدیق الله توحیدي وايي:«په بامیانو ښار کې ۱۱ خبریالان د ولسمشر ساتونکو لخوا له تاوتریخوالیو سره مخامخ شوي دي او کابل کې هم ورته پېښه شوې ده او کابو ۱۵ تر ۱۶ خبریالان په مستقیم او غیر مستقیم ډول د امنیتي او ولسمشرۍ د منسوبینو لخوا تاوتریخوالیو سره مخامخ شوي دي.»

سربیره پر دې له رسنیو او خبریالانو سره د ولسمشر غني اړیکې هم ښې نه ارزول کیږي.

ولسمشر د ملي یووالي حکومت د کار له پيل راهیسې په څه د پاسه لسو خبري ناستو کې چې باید د خبریالانو پوښتنو ته یې ځوابونه ویلي واي، نه دی حاضر شوی او دا ناستې تر ډیره کابل ته د بهرنیو چارواکو د سفرونو په خاطر ترسره شوې دي.

په همدې توګه له هیواده بهر د ولسمشر په ډیری سفرونو کې د کورنیو رسنیو خبریالان نه لیدل کیږي او له دې جملې قطر، متحده عربي اماراتو، جرمني، ازبکستان، ترکیې او همداراز استرالیا، اندونیزیا او سنگاپور ته د ولسمشر د وروستي سفر یادونه کولاي شو.

له بلې خوا ولسمشرۍ دفتر په یوه خبرپاڼه کې چې رسنیو ته یې لیږلې د بیان د آزادۍ په وړاندې د ملي یووالي حکومت پر ژمنې ټینګار کوي او په دغه برخه کې د حکومت د کړنو یادونه کوي.

د ولسمشر د ویاند دفتر سرپرست، شاه‎حسن مرتضوي وايي:«ولسمشر په لومړي اقدام کې درسنیو ملاتر قانون توشیح کړ تېر کال، د خبریالانو د مسوؤلیت طرحه وروستی شوه او د بیان آزادیو ملاتړ سفیر هم د ولسمشر لخوا وټاکل شو.»

مالوماتو ته د لاسرسي د حق د قانون له مخې دولتي ادارې باید په دریو ورځو کې هغه مالومات چې رسنۍ یې ترې غواړي د خبریالانو په واک کې ورکړي خو لیدل شوي چې پر ولسمشرۍ دفتر سربیره نورې دولتي ادارې هم له رسنیو سره لږ همکاري کوي.

لکه څنګه چې له دې مخکې طلوع نیوز څو دولتي ادارو ته مالوماتو ته د لاسرسي د حق د قانون له پاڼې سره رسمي لیکونه لیږلي او له دغو ادارو یې غوښتي چې دیو شمیر خبرونو په اړه مالومات خبریالانو ته ورکړي.

خو د اونیو او آن میاشتو په تیریدو سره نوموړو دولتي ادارو دغو لیکونو او مالوماتو ته د لاسرسي د قانون پاڼو ته هیڅ پاملرنه نه ده کړې.

دا غبرګون په داسې حال کې کېږي چې تېره ورځ( د وري۲۰مه) ولسمشر غني د یوې خبري ناستې په ترڅ کې د یو شمېر خبریالانو پوښتنو ته ځواب ورنکړ او وروسته له هغې د ارګ یوه ویاند په خپله فسبوک پاڼه کې د خبریالانو لیکو ته د کچالو خرڅونکو له لار موندو ولیکل

شریک یي کړئ