Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د خوست او پکتیا کیسې؛ د خوست تر ټولو ځوان ولسوال څوک دی

د روان کال د پسرلي په ورځو کې د سهار په اته نیمو بجو د خوست ولایت د ګُربز ولسوالۍ له ودانۍ بهر د دغه ولایت تر ټولو ځوان ولسوال سره مخامخ کېږو.

هغه کس چې اوس دېرش کلن دی او په څلورو وروستیو کلونو کې د خوست په څلورو ولسوالیو کې ولسوال و.

 عبدالحی ځاځی د ځاځي میدان ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی دی او د شرعیاتو په برخه کې یې زده کړې کړې دي.  

ځاځي مخکې له دې په باکو، موسی‌خېلو او په نادرشاه کوټ ولسوالیو کې د ولسوال په توګه دنده ترسره کړې ده او پنځه میاشتې کېږي چې د ګربزو ولسوال دی.

د ښاغلي ځاځي پلار چې د پولیسو یو افسر و پنځه کاله مخکې په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو، اوس یې پنځه وروڼو د پلار لار تعقیب کړې ده، خو دی دولتي دنده غوره کړه.

هغه واده کړی، درې زامن او یوه لور لري چې ټول واړه دي. هیله لري چې په راتلونکي کې، ماشومان یې هم د امنیتي بنسټونو غړي شي او یا هم د پوهنتون استادان.

د خوست ولایت سیمه‎ییز چارواکي وايي په دولتي بنسټونو کې د پخوانیو او ځوانو کارکوونکو ترمنځ دلا زیاتې همغږۍ په موخه یې یو شمېر پروګرامونه جوړ کړي دي.

دوی وايي دولتي کارکوونکو ته روزنیزې دورې د دوی د پروګرامونو یوه برخه جوړوي.

ځاځی د بریالۍ حکومتوالۍ په تړاو وايي:«د دولت هغه مامور، یو بریالی مامور دی چې د خلکو ستونزو ته پر وخت رسېدنه کوي. باید ونه وايي چې اوس رسمیا دي یا غیر رسمیات! شپه او ورځ باید د خلکو ستونزې هوارې کړي.»

د ګربزو ولسوالۍ اوسېدونکي په دولتي پستونو کې د ځوانانو پر ځای پر ځای کېدو ټینګار کوي او خوښ دي.

پنځه دېرش کلن، ګل شاه خان وايي:«د کار په برخه کې یوه زړه ور کس ته اړتیا ده. داسې کس چې د هېواد او خلکو پر وړاندې زړه ورتیا او عمل ولري، څه ځوان واوسي او که لوی.»

څلویښت کلن بیت‌الله چې د ګربزو ولسوالۍ ته د ستونزې د  هوارۍ په موخه راغلی  په دولتي بنسټونو کې له فساد سره پر مبارزې ټینګار کوي.

هغه وايي:«هغه کس چې په فساد او واسطې وګومارل شي، بیا خپله دنده په سمه توګه نه‎شي ترسره کولی.»

په همدې حال کې سیمه‎ییز چارواکي وايي د پخوانیو او ځوانو کارکوونکو ترمنځ د لا ډېرې همغږیو په موخه به روزنیزې دورې په لاره واچوي.

د خوست والي، محمد حلیم فدايي وايي: «په داسې حالاتو کې موږ کولی شو چې خلکو ته ښه او ښکاره خدمتونه وړاندې کړو.» 

د خوست د ګربزو ولسوالۍ د دې ولایت د سوېل ختیځ په شل کیلومترۍ کې پرته ده او د وګړو شمېر یې کابو پنځوس زره تنه اټکل شوی دی.

د یادې ولسوالۍ اوسېدونکي تر ډېره په شخصي سوداګرۍ او یو شمېر هم په بهرنیو هېوادونوکې پر کار بوخت دي.

 عبدالحی ځاځی د ځاځي میدان ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی دی او د شرعیاتو په برخه کې یې زده کړې کړې دي. هغه له پنځو میاشتو راهیسې د ګُربز ولسوال دی.

شریک یي کړئ