د سولې د اجماع لپاره سیمهيیزو چارو کې د ولسمشر د ځانګړي استازي او د سولې د عالي شورا د دارالانشا د رییس په توګه د محمدعمرداوودزي ګمارلو د سولې په عالي شورا کې هیلې رامنځته کړې او دا شورا د افغانستان د سولې په تګلاره کې د بدلون پر اړتیا ټینګار کوي.
دغه شورا وايي چې د ښاغلي داوودزي له هڅو سره به د افغانستان د سولې تګلاره د اوسنیو شرایطو پر بنسټ جوړه کړي.
د سولې د عالي شورا مرستیال اسدالله زايري طلوع نیوز ته وویل:«طبیعي ده چې د سولې عالي شورا پر تګلارې،بیا کتنه او د بدلون راوستل یوه اړتیا ده او طبیعي ده چې موږ ځان له اوسني وضعیت او شرایطو سره برابر کړو.»
خو ویل کېږي چې ښاغلی داوودزی به د سیمې هېوادونو ترمنځ د همغږۍ او د افغانستان د سولې لپاره د یوې اجماع په رامنځته کولو کې له لويې ازموینې سره مخ وي.
د پوهنتون استاد نصرالله ستانکزی په دې اړه څرګنده کړه:«په داسې ماموریت کې تر ټولو لویه او سټراټېژیکه ننګونه د افغانستان د پېښې په اړه د سیمهییزو او یا نړیوالو هېوادونو ترمنځ نه همغږي او همدارنګه د دغو لوبغاړو د ګټو ټکر، به دا ماموریت جدا له ستونزو سره مخ کړي.»
له بلخوا د ملي یووالي حکومت مشرانو تېره شپه د لومړي ځل لپاره د سولې له مرکچي پلاوي سره په ولسمشرۍ ماڼۍ کې ولیدل.
د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي وايي:«د سولې مرکچي پلاوي لومړنۍ کاري جلسه تېره شپه په ارګ کې جوړه او په دغې ناسته کې ولسمشر د مذاکرې د بڼې په اړه بنسټيزې کرښې او لارښوونې چې د اتو میاشتو په اوږد کې د هېواد له بېلابېلو اقشارو سره د مشورې په لړ کې اخیستل شوې وې په تفیصل سره بیان کړې او د مرکچي پلاوي غړو هم ډاډ ورکړ چې له ژمنتیا او مسوولیت سره به د افغانستان د خلکو له حقانیته دفاع وکړي.»
له بلخوا د ولسمشر په فرمان کې راغلي له دې وروسته به محمدعمر داوود زی د ملي امنیت شورا په ناستو کې هم ګډون وکړي.
ښاغلی داوود زی له دې مخکې دوه ځله د پخواني ولسمشر د دفتر رییس و، نوموړي همداراز د کورنیو د وزیر او په ایران او پاکستان کې يې د سفیر په توګه دندې ترسره کړې دي او د حراست او ثبات شورا مشرتابه غړیتوب هم لري.