د ملي دفاع وزارت چارواکي وايي چې دولتي ځواکونه به ډېر ژره د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې د داعش ډله وځپي.
دمګړۍ د دغې ولسوالۍ ډېری برخې د داعش ډلې په ولکه کې دي چې په تازه ګۍ سره یې ۵۰ کورونو ته اور ورته کړی دی.
د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش وايي چې د هېواد په زیانمنو سیمو کې د شفق تر نامه لاندې عملیات له یوې میاشتې راهیسې په لاره اچول شوي دي.
رادمنش زیاته کړه:«کوټ موږ چاڼ کړ،خو دغه سیمې چې دوی پرې برید کړی سرحد ته نېږدې دي او دغه خلکو غوښتل چې د کوټ د نورو نفوذ په څېر له دولت څخه ملاتړ وکړي او له ولسي پاڅون کوونکو سره یوځای شي چې دا عمل ترسره شوی او موږ د هغه په ورکړې ډارېږو.»
ولسمشر غني ننګرهار ولایت ته په سفر کې ژمنه کړې وه چې داعش به په ختیځ کې د دوه اوونیو په لړ کې لهمنځه یوسي. خو دا ډله لهمنځه یونه وړل شوه او ریښې یې نور هم پراخې شوې.
د هلمند د پخواني والي مرستیال محمدجان رسولیار په دې اړه وویل:«چاڼیز عملیات ترسره کېږي خو د دې لپاره چې داعش بېرته کلیو او سیمو ته لاره پیدا نهکړي امنیتي پوستې نه جوړېږي. او پاملرنه نه کېږي چې سیمې بېرته د داعش لاسته لوېږي.»
په دې لړ کې په پولیسو نیوکه کېږي چې له ترهګرو څخه پاکې شوې سیمې یې په سمه توګه نه دي ساتلي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي په دې اړه وايي:«ښايي چې دښمن په ځينو برخو کې چې عملیات ترسره کېږي،هغوی خپل ځای ته بدلون ورکړي یوې سیمې څخه بلې سیمې ته ولاړ شي خو تر څارنې لاندې دي تل د عملیاتو لومړني موخې دي چې د دښمن ځواک او توانايي لهمنځه ولاړه شي.»
د پوځي چارو کارپوهان وايي چې ژمی د ترهګرو د ځپلو لپاره ښه فرصت دی،که چېرې امنیتي ځواکونه په خپلو پروګرامونو بیا کتنه ونهکړي نو راتلونکی اوړی به خونړی اوړی وي.