د کاپیسا ولایت په نجراب ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو د هوايي عملیاتو په پایله کې پنځه ته ولسي وګړي او یو طالب قومندان وژل شوي دي.
د کاپيسا د والي ویاند قیس قادري وايي، هغه ولسي وګړي چې په دغه برید کې وژل شوي، درې ماشومان او دوه ښځې دي.
د هغه په وینا، دغه کسان تېره شپه د نجراب ولسوالۍ په «دره افغانیه» سیمه کې وژل شوي دي.
ښاغلی قادري زیاتوي چې وژل شوي کسان، د یوه طالب قومندان مولوي مالک د کورنۍ غړي دي.
د کاپیسا د والي ویاند ټینګار کوي چې د مولوي مالک ورور محمد بلال هم په دغه هوايي برید کې وژل شوی دی.
په ورته وخت کې، د سیمې اوسېدونکي ادعا کوي چې په دغه هوايي عملیات کې د سیمې د اوسېدونکو څلور ماشومان او څلور مېرمنې وژل شوي دي.