Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د طالبانو جلا شوې ډلې قومندان ملا ننګیالی ولې ووژل شو؟

د طالبانو جلا شوې او د ملا رسول تر مشرۍ لاندې ډلې قومندان ملا ننګیالی د چهارشنبې په ورځ (د مرغومې په ۱۸مه) د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې په هوايي برید کې ووژل شو.

د طالبانو د دغه قومندان په نښه کولو، اوس ځينې پوښتنې راولاړې کړې دي - لکه څرنګه چې د هرات ځايي چارواکي د ملا ننګیالي وژل «یوه تېروتنه» وبلله.  

ملا ننګیالی څوک و او ولې ووژل شو؟ ملاننګیالی په شنډنډ کې له هغو طالبانو سره چې د ملاهبت الله پیروي کوي ولې جنګېږي؟ 

د ۱۳۹۲ لمر کال په غوايي میاشت کې د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر د مړینې له افشا کېدو وروسته، د ملا ننګیالي نوم خوله په خوله شو. 

وروسته له هغې چې، د طالبانو د مشر ملا محمد عمر مړینه افشا شوه او ملا اختر منصور ځان د طالبانو د مشر په توګه اعلان کړ، د طالبانو یوې ډلې په هرات کې د ملا رسول په مشرۍ د موجودیت اعلان وکړ او د ملا اختر منصور د مخالفت لار یې ونیوله. 

ملا رسول په شینډنډ کې په رسمي توګه له ملا اختر منصور سره خپله لار بېله کړه او ملا ننګیالی یې د هرات ولایت لپاره د خپل ځان له لوري نومول شوی والي او قومندان معرفي کړ.

ملا ننګیالی وروسته له هغې مشهور شو چې، څو ځلي یې د ملا منصور ډلې له قومندانو سره وسله واله نښته وکړه او دغو نښتو دواړو لورو ته مرګ ژوبله هم واړوله.

په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو استازي وايي وروسته له هغې چې، ملا ننګیالی د طالبانو د رهبر ملا هبت الله له لوري تر فشار لاندې راغی؛ له حکومت سره یې یو ډول اړیکې ټینګې کړې؛ خو د طالبانو د بېلې شوې ډلې مشر تل له حکومت سره د اړیکو لرل یې رد کړي و.

ولسي جرګه کې د هرات د خلکو استازی سید طاها صادق وايي:«په ورته وخت کې یې هم د طالبانو بیرغ پورته کړی و او هم د افغانستان اسلامي جمهوري بیرغ یې او د درې کاله موده کې د ډېرو خلکو د وژلو لامل شو.»

د ولسي جرګې غړی ستار حسیني هم وايي:«ننګیالی د دولت یو له همکارانو و - د ملي امنیت له ریاست سره. خو د هغه او ملا صمد ترمنځ جګړه د کلونو کلونو لپاره دوام درلود چې څه باندې لس تنه یې په منځ کې وژل شوي دي.»

د هرات د ځینو اوسېدونکو په وینا ملا ننګیال د طالبانو د پخواني قومندان امان الله زیرکوه زوی و او کلونه کلونه یې د محمد اسماعیل خان له وسله والو سره په شینډنډ ولسوالۍ کې نښتې کړي او په همدې نښتو کې هم ووژل شو.

پوځي کارپوه جنرال عتیق الله امرخېل څرګندوي:«ملارسول هم په دې وختونو کې ډېره لېوالتیا پیدا کړې وه اصلاً لېوالتیا نه بلکې مطلقاً د ایرانیانو پولی و. دوی خپل فعالیت په هرات کې کاوه او د هېواد په لوېدیځ کې یې ډېر نفوذ درلود.»

ملا ننګیالی د چهارشنبې په مازدیګر د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې د امریکايي ځواکونو د بې پیلوټه الوتکو په برید کې ووژل شو.

د هرات د ولايتي شورا غړي ادعا کوي چې په دغه برید کې څه باندې ۶۰ تنه ولسي وګړي هم وژل شوي دي.

شریک یي کړئ