Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

شینډنډ کې د هوايي برید د قرباینانو کورنۍ د دغه برید څېړنه غواړي

قومي مشران او د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې د بې پیلوټه الوتکې په هوايي برید کې د وژل شویو کسانو کورنۍ؛ له حکومته د دغې پېښې د څېړلو غوښتنه کوي.

دغه برید د چهارشنبې په ورځ (د مرغومې په ۱۸مه) وشو، چې په هغه کې د ملارسول تر مشرۍ لاندې د طالبانو د جلا شوې ډلې مشهور قومندان ملا ننګیالی ووژل شو. د هرات ولايتي شورا، تېره ورځ وویل چې په دغه برید کې ۶۰ تنه ولسي وګړي هم وژل شوي دي. 

نن (د مرغومې په ۲۰مه) د هرات ښار په ستر جومات کې د ملا ننګیالي لپاره د فاتحې مراسم نیول شوي دي.

د هرات د شینډنډ ولسوالۍ قومي مشر تور محمدظریفي په دې اړه وايي:«هغه څانګه ده چې له طالبانو جلا شوې او د حکومت په ساحه کې ده او موږ له ولسمشر او 

دفاع وزیر، کورنیو چارو وزیر څخه پوښتو چې ولې هغو کسانو چې له جګړې لاس اخلي او جګړه نه غواړي، له منځه ځي؟»

د هرات د شینډنډ ولسوالۍ قومي مشر امیر محمد هم څرګندوي:«د خلکو کورونه ویجاړ شوي په دغې پېښه کې ماشومان هم شهیدان شوي.»

له دغه هوايي برید څخه دوه ورځې وروسته، د هرات ولایت ځايي او امنیتي چارواکي د دغې پېښې په اړه د معلوماتو له ورکړې انکار کوي.

د هرات والي عبدالقیوم رحیمي څرګنده کړه:«موضوع پېچلې ده. زه فکر کوم چې اړوند وزارتونه او ادارې په مرکز کې پوښتنو ته ځواب ورکړوي - هغه څه چې زه یې فعالاً ویلی نه شم. موږ د څېړنیز پلاوی ګومارلی او دا پېښه به وڅېړل شي. »

له بلخوا د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال د دغه هوايي برید پر څېړلو ټینګار کوي.

د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال جنرال خوشحال سادات په دې اړه څرګنده کړه:«څېړنیزه ډله ګومارل شوې او خپلو څېړنو ته دوام ورکوو؛ اوس له وخت مخکې دي چې ووایوو څه شوي.»

د پنجشنبې په ماښام د شینډنډ ولسوالۍ په باراز کې د طالبانو د بېلې شوې ډلې د یوه قوماندان ملاننګیالي پر مرکز د بې پيلوټه الوتکو برید وشو. د شینډنډ قومي مشران وايي ملاننګیالي له حکومت سره همکاري کوله او له طالبانو سره په جګړه کې د افغان امنیتي ځواکونو ترڅنګ ولاړ و.

نن جمعه (د مرغومې په ۲۰مه) د هرات ښار په ستر جومات کې د ملا ننګیالي لپاره د فاتحې مراسم نیول شوي دي.

شریک یي کړئ