Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د روباټ جوړونکو ځلېدنه؛د هېواد روباټیک زده کوونکي ایران ته درومي

د افغانستان ۱۳ روباتیک زده کوونکي، په تهران کې د «روباټونو د روزنیزو سیالیو» په لسمه دوره کې د ګډون لپاره چمتو شوي دي. دغه سالۍ، راتلونکې جمعه به ترسره شي او دغه زده کوونکي به د د ورانې اوونۍ سې‎شنبې په ورځ له کابل څخه هرات او له هغه ځایه ایران ته سفر وکړي.

د طلوع نیوز خبریال تمیم حمید چې په کابل کې د «افغانستان د روباټیک کور» یوه ښوونځي ته تللی دی، له څو تنو دغو زده کوونکو سره یې خبرې اترې کړي دي.

په کابل کې د روباټیک ښوونځي زده کوونکی هادي وايي:«ما په خپله تراوسه په کومې روباټیکه سیالۍ کې ګډون نه دی کړی؛غواړم چې ګډون وکړم او ښه امتیاز ترلاسه کړم.»

لس کلنه حوریه دوه کاله وړاندې، په کابل کې له روباټیکو زده کوونکو سره یوځای شوه.اوس نو اوونۍ کې دوه ځل هڅه کوي، چې له دې کوچنیو خونو څخه، بهر ته د وتلو لار ومومي.

هغه روباټ چې حوریه یې له ځان سره ایران ته وړي، دنده یې داده چې له زینو تېر شي.

په کابل کې د روباټیک ښوونځي زده کوونکې حوریهراسخ په دې اړه وویل:«هغه کسان چې غواړي انجنیر شي،(روباټیک)له هغوی سره کار ډېره (مرسته) کوي او روباټیک یو ښه مضمون دی.»

دلته راغونډ شوي زده کوونکي بېلابېلې هیلې لري.

هر یو یې غواړي، له هغو بڼو څخه په استفادې سره چې دوی یې ګټوره بولي، په هېواد کې پرمختګونو کې ونډه ولري.

په کابل کې د روباټیک ښوونځي یو بل زده کوونکی کمیل څرګند وي:«زه غواړم چې ښه او غوره روباټونه جوړ کړم چې وکړای شم په کار خونو کې د انسانانو ځای روباټونه ونیسي او کار ژر ترسره کړي.»

له هغو ۱۳ زده کوونکو څخه چې تهران کې د روباټونو په روزنیزه سیالۍ کې ګډون کوي، اوه تنه یې د افغانستان د روباټونو له کور څخه دي او شپږ تنه هم، هرات کې له دې ښوونځیو څخه دي.

تر دې وړاندې،  افغانستان څلور ځله دې سیالۍ کې ګډون کړی.

د افغانستان د روباټیک کور مدیر مجتبی رضايي بزرګ مهر په دې اړه په ډاګه کړه:«دوه دورمې مو دویم ځای خپل کړ او یو ځل مو تر ټولو د خلاق روباټ افتخراي دپيلوم هم ترلاسه کړ او یو ځل مو پنځم مقام خپل کړ او دویم مقام مو په داسې حال کې ترلاسه کړ چې په دغو سیالیو کې ۱۶۰ ډلو ګډون کړی وه.»

دمګړۍ څه باندې ۱۰ زره تنه په هرات او ۳۰۰ تنه په کابل کې، د افغانستان د روباټونو په ښوونځیو کې روزل کېږي.

دغه روزنیز بنسټ، ۸ کاله وړاندې په هرات کې کار پیل کړی او دا دوه کاله وشول، چې کابل کې هم فعال دی.

ټاکل شوې ده ۱۳ افغان روباټ جوړونکي، تر راتلونکو ۶ ورځو«د روباټونو په روزنیزو سیالیو »کې ګډون وکړي چې په ایران کې ترسره کړې، ګډون کوونکي خپل روباټونه نندارې ته وړاندې کوي.

شریک یي کړئ