په مزار شریف کې د حضرت علي مبارک جومات چې شاوخوا نیمه پېړۍ مخینه لري ونړول شو.
د بلخ د اطلاعاتو او کلتور رییس وایي، د دغه جومات د نړولو کار د بلخ د سیمهییزو چارواکو او د نوي جومات د جوړونکي کمېسیون په پرېکړه ترسره شوی دی.
د حضرت علي جومات پر ځای چې د ۲ زرو کسانو وړتیا لري اوس ترڅنګ یې بل نوی جومات د ۷ زرو کسانو په ظرفیت جوړېږي.
هغه مسجد چې له نیمې پېړۍ ډېره تاریخي مخینه لري د تېموري انجنیرانو لخوا په دودیزو کاشي ډبرو جوړشوی وو خو له دې وروسته به نه وي.
د حضرت علي د روضې مبارکې د ریاست د مالوماتو پر بنسټ دغه جومات په ۱۳۳۶ لمریز کال یانې ۶۰ کاله مخکې د ۱۷۲۰ متره مربع په اندازه جوړ شوی وو چې د ۲ زرو لمونځ کوونکو وړتیا یې لرله.
د حضرت علي (رض) د روضې رییس عتیق الله انصاري په دې اړه څرګنده کړه:«دا جومات په ۱۳۳۶ لمریز کال کې، یانې ۶۰ کاله پخوا د ۱۷۲۰ مټره مربع ځمکې په پراخوالي سره جوړ شوی وه چې د څه باندې ۲ زره لمونځ کوونکو وړتیا یې لرله.»
د پخواني جومات محراب د روضې مبارکې په لوېدیځه دروازه کې چې د نظرګاه پر دوازې شهرت درلود ۱۴۰ کاله تاریخي مخینه لري.
د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ د رییس پر وینا د قانون له مخې به تاریخي او فرهنګي میراثونه وساتل شي.
د بلخ ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس صالح محمد خلیق په دې اړه څرګنده کړه:«هغه چې د تاریخي میراثونو په برخه کې ثبت شوي دي ساتل کېږي د دغه جومات محراب چې په حقیقت کې د روضې شریفې د راننوتو اصلي دروازه ده دا د تاریخي اثر په توګه ساتل کېږي.»
د دغه جومات ورانیدل چې نیمه پيړه تاریخي مخینه لري پروړاندې يې بېلابېل غبرګونونه راپورته شوي دي.
په ټولنیزو رسنیو کې د دې کار پر وړاندې د تاریخي اثارو وراندېدل بللي خو د بلخ یو شمېر اوسېدونکي په دې اړه داسې وايي:«د ظاهر خان په وخت کې دا جومات جوړ شوی؛ په هغه وخت کې موږ واړه وو، غټ نه وو. خلکو په زحمت جوړ کړ.»
د حضرت علي د روضې نوی جامع جومات به د ۴۵۰۰ متره مربع چې د ۷۵۰۰ لمونځ کوونکو ظرفیت به ولري او په نوي لمریز کال کې به د ولسمشر لخوا پرانستل شي.