د هلمند ځايي چارواکي وايي چې نن سهار (شنبې د لیندۍ په ۹مه) د دغه ولایت په مارجې ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر یو موټري کاروان د سړک غاړې ماین چاودنه وکړه.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک طلوع نیوز ته وايي چې په دغې چاودنه کې د هلمند د سرحدي ځواکونو د لوا قومندان جنرال ظاهر ګل مقبل وژل شوی او درې سرتېري او همدارنګه یو سیمه ییز خبریال ټپیان شوي دي.
د هغه په وینا، قومندان مقبل تر لاس لاندې خپلو ځواکونو سره مارجې ولسوالۍ ته روان و، چې د لارې په اوږدو کې د دغه قومندان هاموې موټر د واټ ته څېرمه ځای پر ځای شوي ماین باندې برابر شو.
ورته مهال، شمشاد ټلوېزیون په یوه ټویټ سره د دې پخلی کړی چې په هلمند کې د دغه ټلوېزیوني شبکې خبریال محمد سروري، په دغې چاودنه کې ټپي شوی دی.
په دې اړه مو اندونه