Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کورنیو چارو وزارت د امنیت تامین کې د پوله‌ساتو ځواکونو د بې‌وسۍ ادعا رد کړه

د اسلامي امارت د پوله‌ساتو ځواکونو په تړاو د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمېسیون د دویم منشي له څرګندونو وروسته د هېواد د کورنیو چارو وزارت په دې تړاو ادعاوې چې ګواکې اسلامي امارت د سرحد په ساتلو کې پاتې راغلی او له جُنداله ډلې سره همکاري لري، بې بنسټه وبللې.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي چې اسلامي امارت د هېواد د سرحدونو امنیت ښه ساتلی دی.

ښاغلی قانع ډاډ وروي چې، د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند په دې هکله څرګندوي:«د افغانستان اسلامي امارت هغه ژمنه چې په دوحه کې کړې چې د افغانستان خاوره به خوندي وي او له هېڅ ترهګرې ډلې سره همکاري نه‌کوي چې ګاونډي هېوادونه او ټولو لوري د افغانستان له خاورې زیانمن شي.»

د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمېسیون دویم منشي یعقوب رضا زاده تر دې مخکې له یوې ایرانۍ رسنۍ سره په مرکه کې ادعا کړې وه چې، د اسلامي امارت او پاکستان سرحدي ځواکونه سره له دې چې، له ایران سره د ګډو پولو په ساتلو کې پاتې راغلي؛ په ځینو برخو کې له جُنداله ډلې سره همکاري هم کوي.

نوموړي همداراز ادعا کړې چې، له جُنداله سره د اسلامي امارت او پاکستاني ځواکونو همکاري په ایران کې د جُنداله ډلې د غښتلي کېدو لامل شوی دی.

یعقوب رضا زاده ویلي:«د افغانستان او پاکستان پوله ساتي او وسله‌وال ځواکونه خپلو سرحدونو ته هېڅ ډول اشرافیت نه‌لري او له بده مرغه د نفاق د عواملو له ډلو سره همکاري کوي او دا د دې لامل کېږي چې دغه خبیث عوامل زموږ پولو ته ننوځي.»

د چارو ځینې شنونکي بیا له اسناد او شواهدو پرته له نورو ډلو سره د اسلامي امارت د همکاریو په تړاو د ګاونډیو هېوادونو ادعاوې بې بنسټه ګڼي

پخوانی ډپيلوماټ عزیز معارج په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«باید د دغو مسایلو مستند ووايي چې، په دې برخه کې اسلامي امارت مسوول وي، او که‌چېرې داسې څه وي، چې اقدام وکړي او که نه وي د افغانستان له حیثیته دفاع وکړي.»

د نړۍوالو چارو شنونکی نجیب‌الرحمان شمال هم څرګندوي:«د افغانستان اوسنی سرپرست حکومت د هغه ژمنې پر بنسټ چې په افغانستان او سیمه کې د سولې او ټینکاو د ټینګښت لپاره د نړۍوالې ټولنې پر وړاندې یې لري، اجازه ورنه‌کړي چې افغانستان بیاځلې د ترهګرو ډلو پر امن ځای بدل شي.»

د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمېسیون دویم منشي دغه ادعاوې په سیستان او بلوچستان ولایت کې د نا امنیو له پراخېدو وروسته کړې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه