Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سمنګان ولایت د ډبرو سکرو په یوه کان کې ۱۵ تنه ګیرپاتې دي

د سمنګان ولایت په دره صوف بالا ولسوالۍ کې د ټبرو سکرو په کان کې د متان غاز چاودنې په پایله کې لږ تر لږه ۱۵ تنه په دغه کان کې ګیرپاتې دي.

دغه پېښه نن سې شنبې (د غبرګولي ۲مه) غرمه مهال د دره صوف بالا ولسوالۍ په شباشک کان کې رامنځته شوې ده.

د دره صوف بالا ولسوال سلطان علي سلطاني وايي چې لومړی دننه په یوه کان کې چاودنه رامنځته کېږي چې په پایله کې یې دوه نور کانونه چې د دغه کان په ګاونډ کې و رالوېږي.

هغه وویل چې د ۱۵ تر ۲۰ تنو ګارګرانو پورې دننه په کانونو کې ګیرپاتې دي او د ژغورنې ډله هڅه کوي چې هغوی وژغوري.

خو د سیمې اوسېدونکي وايي چې په دوه کانونو کې،چې په یوه کې اوه کارګر او په بل کې ۱۴ کارګر په کار بوخت وو چاودنه شوې ده.

هغوی وايي چې دغه ټول کارګران دننه په کان کې ګیر پاتې شوي دي او هغوی هڅه کوي چې دغه کارګران وژغوري.

د سیمې اوسېدونکي د سمنګانو پر ځايي چارواکو نیوکه کوي چې تراوسه یې د هغوی د ژغورنې لپاره سیمې ته مسلکي ډله نه ده استولې.

د سمنګانو پولیس هم د دغې پېښې پخلی کوي او وايي چې د دغې پېښې له مرګ ژوبلې جزییات په واک کې نه لري.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې په دوو کانونو کې،چې په یوه کې اوه کارګر او په بل کې ۱۴ کارګر په کار بوخت وو چاودنه شوې او ټول په کانونو کې ګیرپاتې دي.

شریک یي کړئ