د ملي امنیت شورا دفتر د سېشنبې په ورځ (د لیندۍ په ۲۰ مه) د سولې د مشورتي بورډ او د مرکچي پلاوي د رامنځته کېدو خبر ورکړ.
د ولسمشر د یوه فرمان پر بنسټ د سولې بهیر مشورتي عالي بورډ او د دولت مرکچي ډله، د سولې لپاره د ملي تفاهم د رامنځته کېدو په پار، له جهادي، سیاسي او د ټولنې له مشرانو او د ټولنې له بېلابېلو اقشارو سره د مشورې په لړ کې رامنځته کېږي.
د دغه بورډ مسوولیتونه:
د سولې په اړه د حکومت مشرانو ته د مشورو ورکړه
د سولې بهیر د کاري کمېټو د وړاندیزونو ارزونه او څېړنه
د اړتیا په وخت کې، د افغانستان اسلامي جمهوري مرکچي ډلې ته د مذاکراتو د ګټورې اجنډا چمتووالی
د سولې د مذاکراتو له بهیره څارنه
د مشورتي بورډ په غونډو کې به، د ملي یووالي حکومت مشران، د ملي شورا رییسان، قاضي القضات، د ملي امنیت سلاکار، د ولسمشرۍ ماڼۍ د عالي مقام د دفتر عمومي رییس، لوی څارنوال، د ملي امنیت عمومي رییس، په پارلماني چارو کې د دولت وزیر، د سیمهییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې عمومي رییس، د افغانستان د علماوو شورا رییس او د سولې عالي شورا د دارالانشا رییس ګډون کوي.
په پارلماني چارو کې د دولت وزیر ته د دې دنده ورکړل شوې چې جلسې جوړې او د سولې مشورتي بورډ د غړو ترمنځ به همغږي پالي.
د سولې مشورتي بورډ غونډې به په میاشت کې یو ځل او یا هم د اړتیا په صورت کې په فوقالعاده توګه جوړېږي.
ترکیب:
د سولې مشورتي عالي بورډ مرسته کوونکي جوړښتونه د ولسمشر د فرمان له الف تر ج فقرو کې ذکر شوي دي.
الف: د سولې مرکچي پلاوی دنده لري چې:
- د افغانستان اسلامي جهوريت په استازیتوب، له مقابل لوري سره د ملي ګټو او د مشورتي بورډ د لارښونو په رڼا کې د مذاکرې بهیر مخ ته یوسي.
- په منظمه توګه د مذاکرې د پرمختګ رپوټونه د سولې مشورتي عالي بورډ ته وړاندې او د اړتیا په صورت کې د هغوی لارښوونې ترلاسه کړي.
- د مرکچي ډلې تخنیکي او د دارالانشاء مسوولیت د ولسمشرۍ دفتر په غاړه دی.
ب: د سولې مشورتي عالي بورډ کاري کمېټې:
د لاخبرتیا او د خلکو د نظریاتو د را غونډولو په پار، د سولې بهیر مشورتي عالي بورډ سره د لاندنیو کمېټو له خوا چې د ټولنې له بېلابېلو اقشارو څخه جوړې شوې، همکاري کېږي.
- د ساسي ګوندونو د استازو کمېټه
- د علماوو کرامو او روحانیونو د استازو کمېټه
- د هېواد د نخبه ښځو کمېټه
- د قومونو د مشرانو او د استازو کمېټه
- د فرهنګي او مدني فعالانو کمېټه
- د خصوصي سکټور کمېټه
- له هېواده بهر د کډوالو افغانانو د استازو کمېټه
- د ځوانانو د استازو کمېټه
- د جګړې د قربانیانو د استازو کمېټه
د پورتنیو کمېټو د غړو د نومونو لېستونه به د بېلابېلو اقشارو له نخبهګانو سره له مشورې وروسته ترتیب او وروستي شي.
د کاري کمېټو بنسټيزې دندې په لانډې ډول دي:
- د سولې په اړه د خلکو د نظرونو راغوڼدول
- د خلکو د نظرونو تحلیل او د سولې مشورتي عالي بورډ ته د هغه د راپور ورکړه
- د سولې بهیر د پرمختګ په اړه د خلکو پوهاوی
یادې شوې کمېټې یو تنظیموونکی یا همغږی کوونکی لري چې د جلسو د جوړولو، اجنډا چمتو کولو او مسودو لیکلو دنده پر غاړه لري.
ج: د سولې مشورتي عالي بورډ درالانشاء:
د سولې مشورتي عالي بورډ د غونډو جوړولو لپاره د همغږۍ په پار، د بورډ دارالانشاء او د تخینکي چارو سمبالتیا دنده د ملي امنیت شورا دفتر پر غاړه ده.
د سولې مشورتي عالي بورډ غړو نومونه په لانډې ډول دي:
له حکومته:
د افغانستان ولسمشر او مرستیالان یې
د حکومت اجراییه رییس او مرستیالان یې
د ولسي جرګې رییس
د مشرانو جرګې رییس
قاضيالقضات
د ملي امنیت سلاکار
د ولسمشرۍ د عالي مقام د دفتر عمومي رییس
لوی څارنوال
په پارلماني چارو کې د دولت وزیر
د ملي امنیت عمومي رییس
د علماوو د سراسري شورا رییس
د سولې عالي شورا رییس
جهادي مشران:
پخوانی ولسمشر، حامد کرزی
پخوانی ولسمشر او د افغانستان د ژغورنې ملي جبهې رییس، پروفیسور صبغت الله مجددي
د افغانستان د دعوت اسلامي تنظیم مشر، استاد عبدرب الرسول سیاف
د حزب اسلامي ګوند مشر، انجنیر ګلبدین حکمتیار
د جمعیت اسلامي ګوند مشرتابه غړی، یونس قانوني
د افغانستان محاذ ملي ګوند مشر سید حامد ګیلاني
د وحدت اسلامي او د سولې عالي شورا رییس استاد محمد کریم خلیلی
د افغانستان د جمعیت اسلامي ګوند مشر، صلاحالدین رباني
د ملي پیوند ګوند مشر، سید منصور نادري
د افغانستان د اسلامي حرکت مشر، شیخ اصف محسني
د حزب اسلامي ګوند مشر، عبدالهادي ارغندېوال
د سولې او پرمختګ ګوند مشر، حاجي دین محمد
د جمعیت اسلامي مشرتابه غړی، استاد عطامحمد نور
د هېواد سیاسي څېره، امنه افضلي
د مشرانو جرګې غړې او سیاسي څېره، صدیقه بلخي
د جمعیت اسلامي ګوند مشرتابه غړی، محمد اسماعیل خان
د زرغون بهیر مشر، امرالله صالح
تر اوسه یادو کسانو په دې اړه پخپله رسماً کومې څرګندونې نه دي کړې.