د هېواد بهرنیو چارو وزارت وايي چې کندهار کې د سپين بولدک لاره نن سهار ۷:۳۰(سې شنبې د زمري په ۱۴مه نېټه) د مسافرو پرمخ پرانیستل شوه.
دغه لار تېره اوونۍ د پاکستاني پوځیانو لخوا سیمه کې له ډزو وروسته بنده شوې وه.
وروسته له هغې د هېواد بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې د یادې پېښې د څېړنې په اړه د پاکستان له بهرنیو چارو وزارت او په کابل کې د دغه هېواد له سفارت سره خبرې پیل شوي او همداراز د دواړو لورو کمیساران په دې اړه سره په اړیکه کې شوي دي.
په همدې حال کې د ملي دفاع وزارت خبرپاڼه کې ویلي وو چې د کندهار سپين بولدک کې پر استوګنیزې سیمې د پاکستاني پوځیانو په توغندويي بریدونو کې ۹ تنه ولسي وګړي وژل شوي او ۵۰ تنه نور ټپيان شوي دي.
خبرپاڼې زیاته کړې وه، د هېواد د وسله وال پوځ لوی درستیز محمد یاسین ضیا، د هېواد ټولو ځواکونو په ځانګړې توګه د ۲۰۵ اتل، ۲۰۱ سېلاب او ۲۰۳ تندر قول اردوګانو ته لارښونه وکړه چې د پاکستاني پوځيانو بالمثله کړنې ځواب ته بشپړ چمتووالی ونیسي او په ډیورنډ کرښه له سپکو او درنو وسلو سره سمبال کړي.
خو د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي بیا پېښه کې ۱۵ ولسي وګړو له وژل کېدو او ۸۰ له ټپي کېدو ویلي وو.