د سیدحسین انوري مړی نن شنبه( د چنګاښ۱۹مه) کابل د اسکارات غونډۍ د دارالامان ماڼۍ ته نېږدې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې چې ډېر شمېر جهادي، حکومتي څېرو او د هغه پلویانو په کې ګډون کړی وو، خاورو ته وسپارل شو.
د سید حسین انوري مړی د شنبې په سهار د سردار محمد داوود خان له روغتون څخه پورته او خپل ابدي کور پر لور یوړل شو.
د نوموړي د جنازې په مراسمو کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر، سید حسین عالمي بلخي وويل:«ښاغلی انوري د افغانستان د جهاد له مخکښو څخه وه، د جهاد له لومړیو وختونو په سنګرونو کې وه او په نوښتونه یې کول.»
د سید حسین انوري مینهوالو د دهمزنګ له څلور لارې د دارالامان تر ماڼۍ پورې د هغه د جنازه په پلې توګه ملتیا وکړه.
جهادي قومندان، عبدالبصیر سالنګي څرندوي:«ښاغلی انوری د افغانستان د جهاد ځانګړی شخصیت وه چې د جهاد او مقاومت او د افغانستان د نوي فصل پهبره کې یې دېرې هڅې وکړې.»
په دې لړ کې د ښاغلي انوري سیاسي او جهادي کړنې نه هېریدونکي بلل کیږي.
جهادي قومندان، محمد علم ایزدیار څرګندونې لري:«د ۳۵ کلن جهاد او مقاومت په دور، د حکومتولۍ او د افغانستان بیارغونې په برخه کې یې کار وکړ، فداکاري، ایثار او ډېر زحمت یې وویست.»
د سید حسین انوري د ژوندانه پاڼه وتړل شوه، خو مینهوال یې د هغه د مړستون تر څنګ اوښکې تویوي او د هغه یادونه ښې خاطرې بولي.
{youtube}M4FNT5cYOAsyoutube}
په دې اړه مو اندونه