Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د طالبانو د مالي سرچینو پر بندېدو د امریکې د څارګرې ادارې ټینګار

د امریکا د استخباراتي سازمان رییس مایک پومپیو وايي چې طالبان په نړۍ کې د درد او رنځ د رامنځته کولو لپاره له نشه‎یي توکو کار اخلي خو د هغه په وینا، سي ای اې او د امریکا د مالیې وزارت د دغې ډلې د عوایدو د بندېدو لپاره په ګډه کار کوي.

هغه چې د امریکن انټرپرایز په یو څېړنیز مرکز کې د وینا کوله وویل ، چې په ۲۰۱۸ زیږدیز کال کې د وسله‎والو پر ضد مبارزه د امریکا له لومړیتوبونو څخه ده.

هغه د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې د نشه‎يي توکو څخه پر ګټې اخیستو د تورنو ډلو په اړه داسې وايي:« زه طالبان هم په دې نوملړ کې ورزیاتوم. هغوی د نشه‎يي توکو د عوایدو څخه ګټه اخلي ترڅو نړۍ په رنځ او درد اخته کړي. موږ په دې اړه د مخامخ مبارزې ظرفیت لوړکړی، موږ د امریکا له مالیې وزارت سره یو ځای کار کوو، ترڅو هغه تګلارې چې د هغو شبکو په اړه چې دغه ډلې مالي ګټه ترې اخلي کارولې د دغو ډلو پر وړاندې استفاده وکړو.»

دغه راز، د امریکا استخباراتي لوړ پوړی چارواکی وایي، چې القاعده شبکه لاهم ګواښ ده خو واشنګټن د دغې او نورو وسله‎والو ډلو پر ضد مبارزې ته چمتو دی.

د اسي ای اې مشر زیاته کړه:« موږ ژمن یوو داسې کار ترسره کړو چې د امریکا د خلکو باور ترلاسه کړو له همدې امله دغه واکونه پر ځای پاتې دي که‎چېرې داسې عمل وکړو چې په فلمونو کې یې وینو د امریکا خلک به هغه واکونو او ظرفیتونه له موږ څخه واخلي.»

په دغې غونډه کې د ناټو د سرمنشي مرستیال روز ګوټیمولر وايي، نه پرېږدي چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په امن پټن‎ځای بدل شي.

هغه زیاته کړه:« موږ په افغانستان کې د پرېکنده ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې ۳ زره روزونکي زیاتوو موږ په دې هېواد کې د افغان ځواکونو د سلام مشورې او مرستې په موخه شته یوو ترڅو دوی وکړای شي چې خپل امنیت په سمه توګه ونیسي او د ترهګرو د هڅو مخنیوي په موخه کار وکړي.»

د وسله‎والو ځپلو پر ضد د سې ای اې د رییس ټينګار په داسې حال کې کېږي چې په شمالي وزیرستان کې د حقاني شبکې یو قومندان نصیر محمود چې په احسان خاوري پېژندل شوی وه د بې پيلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی دی.

دغه برید نن سهار د د کرمې اجنسۍ او اوروکزیو ترمنځ په «سپین اتل» سیمه کې ترسره شوی دی.

دا برید داسې حال کې رامنځته کېږي چې په وروستیو ورځو کې پاکستاني چارواکو او په واشنګټن کې د پاکستان سفیر د دوی په خاوره کې د ترهګرو د امن‎ پټن‎ځایونو شتون رد کړی وه.

شریک یي کړئ