Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د عطامحمد نور او ملي یووالي حکومت اختلافونه تازه نه دي

د ملي یووالي حکومت او عطا محمد نور اختلاف تر دې مخکې هم وو. خو په وروستیو لسو میاشتو کې د عطا محمد نور او ولسمشر اشرف غني ترمنځ اړیکې له هسکو ټیټو سره ملې وې.

په دغه رپوټ کې د عطا محمد نور او ولسمشر غني ترمنځ د اړیکې مخینې او څرنګوالي ته کتنه شوې ده.

کله چې ولسمشر غني د ټاکنو پر مهال د عطامحمدنور د څرګندونو په وړاندې داسې غبرګون وښوده ښایي چا ګمان نه کاوه چې یوه ورځ دا دوه تنه سره یو لاس شي.

خو د ملي یووالي حکومت له رامنځته او هغه جنجالونه چې د ولسمشر او اجراییه رییس ترمنځ رابرسیره شول، عطامحمدنور عبدالله عبدالله په حکومت کې د اسلامي جمعیت د ونډې اخیستو په کار کې په سیاسي ناتوانۍ تورن کړ او اعلان یې وکړ چې په اړه به په خپله له ښاغلي اشرف غني سره خبرې وکړي.

داسې خبرې چې پایلو یې عطامحمدنور دې ته اړ کړ چې د روان هجري لمریز کال په لومړیو ورځو کې له بلخ ولایته استعفا ته مخه کړي.

عطا محمد نور د روان کال د وري په لومړۍ نېته ویلي وو:«خو یو شرط! موږ د هغه ټولو مذاکراتو د ژمنو د تطبیق تمه لرو چې له جلالتماب ولسمشر سره شوي دي.»

د نوي کال له جشنه څو ورځې وروسته ولسمشر غني مزارشریف ته ولاړ او د بلخ د والي د کارونو ستاینه یې وکړه.

اشرف غني د وري په ۵ مه ڼېته ویلي وو:«د د بلخ د خلکو د رضایت لامل دی، د افغانستان خلک او په خپله زه باید ستر کارونه ترسره کړو او انشاالله چې ترسره کوو یې.»

ویل کېږي چې د عطامحمدنور استعفا هم له همدې ورځو لږ وروسته ولسمشر ته ورکړ شوې وه، خو هغه څه چې د ولسمشر غني لخوا د بلخ د والي د غوښتنو نه عملي کېدل بلل شوي د دې لامل شول چې په وروستیو میاشتو کې د ملي یووالي حکومت پر مشرانو نیوکې له پخوا توندې شي، چې په پایله کې یې د عطامحمدنور، عبدالرشید دوستم او محمدمحقق په مشرۍ د افغانستان د ملي نجات ایتلاف جوړ شي.

عطا محمد نور همدارنګه د زمري په ۱۰ نېټه هم ویلي وو:«زموږ مخاطب اجراییه ریاست نه دی! له دې وروسته یو لږکی موټی چې له څلور پنځو تنو څخه زیات نه دي، ارګ او ارګ ناستي دي او هغوی چې د دغه ملت حقوق یې قبضه کړي.»

دغه نیوکې د نوموړي ایتلاف د نورو پلویانو په څو ناستو تکرار شوې او په دغه راز وضعیت کې عبدالله عبدالله بلخ ولایت ته په سفر کې وغوښتل د نوموړي او عطامحمدنور ترمنځ اختلافاتو په اړه خبرې پای ته ورسوي.

د روان کال د وږي په ۲۵ مه عبدالله عبدالله څرګنده کړې وه:«غواړم چې په دې درشل کې ټینګار وکړم چې په هر حالت او شرایطو کې باید د پوهاوي ژبه، د مفاهمې ژبه، د یو بل منل، له یو بل څخه اورېدل، له یو بل سره همغږي کېدل، دا ژبه او دا چلند باید لیرې نه کړو.»

خو له دې وراخوا ښاغلي عطامحمدنور په راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو کې د نوماندېدو لپاره چمتووالی وښوده او هرات ولایت ته په سفر کې یې په ټاکنیزو کمېسیونونو کې د اصلاحاتو په راوستو ټینګار وکړ.

د روان کال د لړم په ۹ مې نېټې عطا محمد نور ویلي وو:«کمېسیون یې د خپل، کمېشنر یې د خپل، د ولایت ټاکل په دې پورې تړلی، صندوق ورسره، شمېر له دوی سره، دا دی له همدې اوسه زه اعلان کوم چې ولسمشر مالوم دی.»

له بلخوا د ولسمشرۍ ماڼۍ او د بلخ د والي ترمنځ اختلافات هغه مهال پراخ شول چې د حکومت د سیاسي مخالفینو په غونډه کې د ګډون لپاره کندهار ته د عطامحمدنور د الوتکې د تلو په یو ډول مخنیوی وشو.

د روان کال د لیندۍ په نهمه عطا محمد نور څرګنده کړې وه:«دا د حکومتوالۍ تر ټولو کمزورتیا او نهایت بخل او یو ناقانونه،غیر مدني کړنه ده حتا غیر انساني کړنه ورته ویلای شو.»

له حکومت سره د عطامحمدنور اختلافات نوي نه دي، د ۲۰۰۹ زیږدیز کال په ولسمشرۍ ټاکنو کې هم د بلخ والي چې د عبدالله عبدالله له پلویانو وه، د ټاکنو له دغه نومانده ملاتړ او له حامدکرزی سره مخالفت وکړ، خو له انتخاباتو وروسته ښاغلي عطامحمدنور وویل نوموړی د دولت یو کارکوونکی او د ولسمشر تابع دی.

وبه لیدل شي چې دا ځل هغه کولای شي د پخوا په شان د حکومت یو تابع کارکونکی وي او یا به دا مسله په بل ډول پای ته ورسېږي.

شریک یي کړئ