د کومانډو ځانګړو عملیاتو قول اردو نن(چهارشنبې د زمري په لومړۍ نېټه) د خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې غزني کې ۹ طالب وسله والو له افغان ځواکونو سره د نښتې پرمهال وژل شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې دغه عملیات چې نښته تېره شپه په ارزو کلي کې شوې او پایله کې یې درې تنه طالبان ټپیان هم دي.
خبرپاڼه زیاتوي:«د طالبانو برید ډېر ژر د افغان کومانډو ځواکونو لخوا په شا وتمبول شو. پایله کې یې نهه طالب وسله وال ووژل شول چې په کې یو قومندان د ابوجندل په نامه هم شامل وو او درې تنه نور ټپیان شول.»
خبرپاڼې نور جزییات نه دي ورکړي.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.