د فراه ولایتي شورا غړي نن(دوشنې د کب۲۱مه) وايي چې طالبانو د دې ولایت پر اناردرې ولسوالۍ برید کړی او د امنیه قومندانۍ ودانۍ یې نیولې ده.
د ولایتي شورا یو غړی، دادالله قانع څرګندوي چې طالبانو سهار د دې ولسوالۍ پر مرکز بریدونو پیل کړل او اوسمهال له افغان ځواکونو سره په نښته بوخت دي.
د دې ولایت امنیتي چارواکو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې انار دره د فراه له امنو ولسوالیو څخه بلل کېده.
دوه ورځې مخکې د فراه ولایتي شورا رئیس ادعا کړې وه چې د فراه ولایت په بالابلوک لسوالۍ کې د طالبانو په یوه کمین کې یو شمېر امنیتي ځواکونه چې د ځانګړي ځواکونو غړي او کمانډو هم په کې شامل دي د طالب وسلهوالو په کمين کې ژوند له لاسه ورکړی دی او یو شمېر یې د دې ډلې لخوا اسیر شوي دي.
دفراه ولایتي شورا رئیس وویلی وو چې په دغې پیښه اته تنه ځانګړي سرتېري وژل شوي که څه هم چې ملي دفاع وزارت د کمرې مخکي د دغې موضوع په اړه څه نه وایي خو په دغې پیښه کې د څلورځانګړو سرتیرو وژنه تایید کړه.
د فراه د ولایتي شورا رییس زیاته کړې وه چې دغه ځواکونه د بالابلوک ولسوالۍ فرارود سیمې ته تللي وو چې د طالبانو په څاو کې ښکیل شول.
د فراه د ولایتي شورا رئیس ویلي وو چې په دې نښتې کې ۱۵ تنه دولتي سرتیري وژل شوی دي او یو شمېر هم د طالبانو له خوا ژوندي نیول شوي دي.
د ولایتي شورا رئيس، فرید بختاور څرګندوي:«ټول اتلس تنه دي چې درې تنه یې اسیر شوي دي او نورو یې د شهادت جام څکلی دی.»
په دې اړه مو اندونه