Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د لویې دودیزې جرګې په جوړېدو د ځينو سیاسي بهیرونو ټینګار

په کابل کې یو شمېر هېوادوال، په ملي شورا کې د خلکو استازي، د سیاسي بهیرونو او د کابینې ځینې پخواني غړي د یوې ناستې په ترڅ کې د هېواد اوسني حالات کړکیچن وبلل.  دوی وايي،  د دغو ستونزو حل د لویې دودیزې جرګې په جوړېدو کې ده.

د غونډې یو شمېر ګډونوال وایي، د لویې جرګې موخه د حکومت راپرځول نه دي خو د ګډوانوالو بله ډله بیا غواړي چې پخوانی ولسمشر حامد کرزی بیا واک ته راشي.

د پخواني ولسمشر سلاکار وزیر شهزاده مسعود په دې اړه وویل:«په هېواد کې اوسنیو پېښو ته د رسېدو لپاره موږ کومه بله لاره نه‎لرو، یوازینۍ مهمه او ګټوره لاره چې د هېواد د تاریخ په اوږدو کې یې پایله لرلې، د لویې دودیزې جرګې جوړېدل دي.»

د ولسي جرګې غړي مخدوم محمدي هم زیاته کړه:«د افغانستان امنیت ورځ په ورځ خرابېږي، حتا په کابل ښار کې خلک په ارام فکر ګرځېدای نه‎شي.»

واک ته د پخواني ولسمشر حامدکرزي راستنېدل هغه شعارونه دي چې په دې ځای کې ورکول کېږي.

دوی وايي په اوسني وضعیت کې د اساسي قانون د لویې جرګې جوړېدل ناشوني دي او د اوسنیو ستونزو د هواري لپاره د دودیزې لویې جرګې وړاندیز کوي.

د متحد ملت ګوند رییس او د ولسي جرګې غړي عبدالرحیم ایوبي وویل:«وايي چې حامد کرزی لویه جرګه غواړي، موږ به نېکمرغه شو چې حامد کرزی زموږ په نصیب شي د افغانستان ملت دا غواړي.»

د دودیزې لویې جرګې د جوړېدو غوښتنې په داسې حال کې زیاتې شوې چې د ملی یووالي حکومت له جوړېدو وروسته، یو لومړیتوب د اساسي قانون د لویې جرګې جوړول وو خو تراوسه دا کار نه دی شوی.

شریک یي کړئ