د هېواد په خیتځ ولایت ننګرهار کې چارواکي وايي چې د جلال اباد په ښار کې د ماشومانو د ژغورنې صندوق یا «سېف د چلډرن» پر دفتر برید کې د دغه دفتر د دوه ساتونکو په ګډون ۳ تنه وژل شوي او څه باندې ۲۰ تنه ټپيان شوي دي.
امنیتي ځواکونو په مېړانه د دغې ادارې د ۱۲ ښځینه کارکوونکو او ماشومانو په ګډون ۴۶ کارکوونکي ژغورلي دي.
د دغو چارواکو په وینا شونې ده چې د مرګ ژوبلې شمېر لوړ شي.
د ننګرهار د والي ویاند طلوع نیوز ته وویل چې دا شمېرې ۱ بجه له غرمې وروسته د هغوی لاس ته رسېدلي دي.
د ماشومانو د ژغورنې صندوق دفتر له دغې پېښې درې ساعته وروسته په یوې خبرپانه کې ویلي چې هغوی د خپلو کارکوونکو د امنیت په اړه اندېښنه لري.
په خبرپاڼه کې راغلي دي:«نن ګهیځ په جلال اباد کې د ماشومانو د ژغورنې صندوق پر دفتر برید سخت غمجن کړو. زموږ اندېښنه زموږ د کارکوونکو د امنیت په اړه ده. موږ د ډېرو مالوماتو په تمه یوو او اوس نهشو کولای په دې اړه څه ووایو.»
د هېواد اجرايي رییس هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره دغه برید غندلی او ویلي یې دي چې ترهګر له داسې بریدونو سره څرګندوي چې د خلکو په منځ کې د وېرې او وحشت د رامنځته کولو په هڅه کې دي.
هغه زیاتوي چې بلواګر د داشان بریدونو له ترسره کولو سره نهشي کولای چې د افغانستان د خلکو ژمنه کمزورې کړي.
بلخوا په افغانستان کې د سويډن سفیر ټوبیاس ټیبرګ هم دا برید غندلی.
هغه په خپل ټوېټر پاڼه کې لیکلي:«موږ له هغو ستاینه کوو چې د بې ګناهانو ژوند یې ژغورلی دی او له هغو کسانو سره چې ټپيان شوي او د کورنۍ غړي یې له لاسه ورکړي همدردي کوو. دا تاوتریخوالی نهشي کولای افغانستان ته ماتې ورکړي.»
هغه زیاته کړه:«پر هغوی برید چې ځانونه په افغانستان کې د پرمختګ په راوستو او د بشرپاله مرستو لپاره په خطر کې اچوي د منلو وړ نه دی او دا د نړیوالو قوانینو او د افغانستان د خلکو په وړاندې جنایت دی. موږ له جلال اباد سره همدردي کوو.»
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د مرستیالۍ پلاوی یا یوناما هم دا برید غندي او وايي چې پر ولسي وګړو او پر مرستندویه بنسټونو برید د بشرپاله قوانینو څخه په څرګنده سرغړونه ده او کولای شو چې جنګي جنایت یې وبولو.
طالبانو له برید وروسته په دغې پېښه کې خپل لاس لرل رد کړل خو له غرمې وروسته په ۴ بجو داعش ډلې د یوې خبرپاڼې له خپرولو سره د دغه برید پړه منلې ده.