Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ماشومان زوی ولۍ لپاره د خلکو لیکې؛ شفقت او که د فرصت ترلاسه کول

د خونړۍ سې شنبې له ماښام راهیسې چې د اتاترک روغتون ته د ۲۰ بې سرپرسته ماشومانو د لېږد خبر خپور شوی، ښځې او سړي دغه روغتون ته تللي او له دغو ماشومانو سره د مرستې لپاره چې ډېریو یې خپلې میندې د دشت برچي پر زېږنتون برید کې له لاسه ورکړي دي، د چمتووالي اعلان کړی دی.

د دغو ښځو او سړیو دغه لیکه نن اوږده وه. ډېریو ښځو او سړیو د اتاترک روغتون تر شا لیکې جوړې کړې دي چې د ماشومانو سرپرستي ترلاسه کړي.

خو ډېری دغه سړي او ښځې ډېری هغه کسان دي چې له واده کلونه وروسته د اولاد څېښتن نه دي شوي او غواړي هغه نوي زېږېدلي ماشومان چې خپلې میندې د سې شنبې په برید کې له لاسه ورکړي په زوی ولۍ واخلي.

د دغو ښځو او سړیو په منځ کې ان لفظي شخړې هم رامنځته کېږي. خو د دغه روغتون ساتونکي د دغو سړیو او ښځو د لرې کولو توان نه لري؛ له همدې امله پولیس د دغو ساتونکو مرستې ته راځي.
 
د ښځو د حقونو فعاله مریم معروف وايي:«شیدې او ټول هغه توکي یې چې دغو نویو زېږېدلو ماشومانو ته راوړي او مرسته یې کړې نېک کار او د دغو ماشومانو په وړاندې د دوی د احسان ښودنه کوي، دغه ماشومان واقعي کورنیو ته اړتیا لري که چېرې میندې یې وژل شوي خو پلرونه او د کورنۍ ټول غړي ژوندي دي.»

دا کسان چې په زوی ولۍ او لورولۍ یې د دغو ماشومانو د اخیستو لپاره د روغتون د دروازې شاته چوپې چوپې راغي دي؛ هغه کسان دي چې کلونه کېږي اولاد نه لري.

ترینا چې له لس کلنې درملنې وروسته د اولاد له لرلو نهیلې شوې ده؛ اوس راغلې ده چې که وکړای شي یو له دغو ماشومانو په زوی ولۍ یا لور ولۍ واخلي.

د کابل اوسېدونکې ترینا لطیفي وویل:«زه نن راغلم چې یوله دغو ماشومانو د زوی ولۍ په توګه له هغه سرپرستي وکړم چې ځلانده راتلوونکی ولري. زه اولاد نه لرم غواړم چې هغه په زوی ولۍ واخلم.»

د دغو کورنیو راتګ د دشت برچي پر سل بستریز روغتون له ترهګریز برید نه د پاتې ماشومانو د کورنیو غوسه راپارولې ده.

حفیظ الله وایي چې تروریې په دې پېښه کې ووژل شو او د ترور مېړه یې خاورته د خپلې مېرمنې پر سپارلو بوخت دی او دی راغلی دی چې د خپلې وژل شوې ترور نوی زېږېدلی ماشوم واخلي او کورنۍ ته یې ورسوي.
  
د نوي زېږېدلي ماشوم د ماما زوی حفیظ الله په دې اړه زیاتوي:«موږ خپل ماشوم نه ورکوو او وایي چې اوس خلک دلته د دغو ماشومانو د اخیستو لپاره راغلي چې میندې نه لري او وغواړي چې ماشومانو ته شیدې ورکړي او یا هم په زوی ولۍ واخلي. اوس موږ ته اجازه نه راکوي چې دننه ولاړ شو ما د خپل ماشوم د اخیستو لپاره ټول سندونه بشپړ کړي او راوړي د ګذر وکیل تاییدي مې هم اخیستې ده.» 

د روغتون مسوولان په زوی ولۍ او لور ولۍ ددغو ماشومانو د اخیستو لپاره د هېوادولو چلند خواشینوونکی بولي.

په برچي کې پر زېږنتون له برید وروسته، کابو شل نوي زېږېدلي ماشومان د اتاترک روغتون ته ماشومان ولېږدول شول.

شریک یي کړئ