Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د مالیې وزیر له دندې استعفاء ورکړه

د ملي یووالي حکومت د مالیې وزیر، اکلیل حکیمي نن(سې‎شنبې د چنګاښ۵مه) د یوې خبرې ناستې په ترڅ کې خپله استعفاء اعلان کړه.

که څه هم ښاغلي حکیمي، له دندې د خپلې استعفا لامل، شخصي پرېکړه یاده کړې او ویلې یې دي چې په دې اړه یې ولسمشر ته قناعت ورکړی، خو ده په خبري غونډه کې پر ده د پخواني ولسمشر حامد کرزي د باور او د پخواني حکومت د کابینې له وزیرانو سره د ښو اړیکو لرلو یادونه کړې.

له دې سره، د مالیې وزیر وایي په افغانستان کې د نړۍ د سترو هېوادونو، مخالفو ګټو ته اندېښمن دی.

اکلیل حکیمي د ولسمشر غني د کابینې د باوري وزیرانو له ډلې دی چې حتا توانېدلی د ښه خدمتونو او زیاتو نړیوالو مرستو د راجلبولو له امله پر سینه یې د ولسمشر په لاس د وزیر محمد اکبرخان مډار وټومبل شي.

خو اوس حکیمي په یو نا څاپي اقدام سره له دې وزارته خپله استعفا اعلان کړه.

حیکمي د خپلې استعفا د پرېکړې په اړه داسې وویل:«ولسمشر زموږ ټولې ستونزې درک کړې او له هغې مهربانۍ سره چې لري یې وې منله او سبا د کابینې په غونډه کې ګډون کوم خو د مالیې په ورازت کې کې د خپلې وروستۍ کاري ورځې په توګه.»

په دې غونډه کې د مالیې وزیر د ملي یووالي حکومت د ښو پروګرامونو یادونه کوي خو له پخواني ولسمشر حامدکرزي او د هغه د کابینې ستاینه کوي.

ښاغلي حکیمي په ډاګه کړه:«زه له خپلو پخوانیو امرینو او پخوانۍ کابینې مننه کوم په لومړي سره کې له پخواني ولسمشر حامد کرزي څخه چې پرموږ یې اعتماد وکړ، اوسنی ولسمشر هم له هغه څخه د ملي سمبول په توګه یادونه کوي.»

د مالیې وزارت مرستیال محمد اقا کوهستاني وویل:«په دغه وزارت کې د مالیې وزیر کار روښانه دی هغه هڅې چې د دغه وزارت له کاري ډلې سره یې لرلې دي نه هېردونکې دي.»

په وروستۍ یوه میاشت کې د یو شمېر کلیدي وزیرانو  د استفاو د لړۍ پيل یا هم د ولسمشر لخوا د هغوی ګوښه کولو زیاتې پوښتنې را پيداکړې دي.

د ولسي جرګې یوشمېر غړي کورني او بهرني فشارونه د وزیرانو د استعفا او ګوښه کېدو لاملونه بولي.

د ولسي جرګې غړی قاضي نذیر احمد حنفي په دې اړه څرګنده کړه:«له شک څخه پرته چې دا استعفاګانې د بهرنیو او کورنیو فشارونو په پایله کې دي او سیاسي اړخونه لري.»

د هېواد په مالي نظام کې د اصلاحاتو راوستل، پر کومکونو د مرستندویه هېوادونو باور ترلاسه کول، د ملي بودیجې ۷۰ سلنه عوایدو زیاتوالی، په عوایدو کې د فساد مخنیوی او دې ته ورته ځينې نور مهم پروګرامونه په تیرو درې نیمو کلونو کې راهیسې د مالیې د وزیر مهم کارونه وو چې ترسره یې کړل.

د مالیې وزیر له دندې استعفاء ورکړه

د مالیې پخواني وزیر، اکلیل حکیمي د خپلې استعفاء لامل شخصي وباله او په دې اړه یې نور جزئیات ورنکړل، ده وویل چې سبا به یې د کار وروستۍ ورځ وي

شریک یي کړئ