د عبدالله عبدالله ټاکنیزې ډلې، مشر علي احمدعثماني وايي نن(یکشنبې د کب په ۴مه) غوښتل یې هرات ولایت ته ولاړ شي، خو د کابل هوايي ډګر کې ۱۵ دقیقې ځنډول شوی دی.
هغه زیاتوي، د کابل هوايي ډګر کې مسوولینو د ده سورلۍ الوتکې، الوتنه ۱۵ دقیقې ځنډولې ده او ورته ویل شوي چې باید له الوتکې ښکته شي، ځکه هرات ولایت ته د تلو اجازه نلري.
نوموړی همداراز څرګندوي چې له مسوولانو سره د اړیکو نیولو او د اجراییه ریاست له هڅو سره توانېدلی چې هرات ولایت پر لور وغوځيږي.
علي احمد عثماني وايي هرات ولایت ته د خپلوانو واده مراسمو ته روان وو.
په دې اړه د کابل هوايي ډګر مسوولینو څه نه دي ویلي.