Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د مسکو ناستې د پخوانیو چارواکو بېلابېل غبرګونونه راپارولي

ټاکل شوې، سبا (جمعه، د لړم اتلسمه) د روسيې په پلازمېنه مسکو کې د افغان سولې اړوند غونډه وشي.

دې غونډي چې د طالبانو، امریکا متحده ایالتونو او سولې عالي شورا استازیو تر څنګ د سیمې هېوادونه هم ور بلل شوي، د پخوانیو چارواکو بېلابېل غبرګونونه را پارولي. 

د کورنیو چارو پخوانی وزیر محمد عمر داودزی وايي، د سولې لپاره زمینه‌سازي ته اړتیا ده. 

هغه وویل: «که موږ طالبانو ته د پاکستان او هغوی موږ ته د امریکا مزدوران وايي، سوله سخته ده، ځکه احترام منځته نه راځي، ټول پوهېږو چې د پاکستان او طالبانو اړیکه څه ده او پر دې هم پوهېږو، چې زمو او امریکا اړیکه څه ده، ښه ده چې موږ دوی او دوی موږ د افغانانو په توګه وپېژني.»

ښاغلي داودزي زیاته کړه، حکومت باید په دې خبرو اترو کې حاشيې ته ټېل نه وهل شي: «حکومت که هر څومره بد شي، خو زموږ حکومت دی.»

هغه په دې برخه کې د ډاکټر زلمي خلیل‌زاد هڅې هم وستایلې او په وینا يې هغه په سیمه کې بلد او هڅې به يې پایلې ولري. 

په ورته وخت کې د ملي امنیت پخوانی سلاکار ډاکټر رنګین دادفر سپنتا د جګړې اوسني وضعیت ته په کتو وویل، طالبان حکومت ته د تسلیمۍ نیت نه لري، ځکه متحده ایالات پخپله وايي چې پنځه پنځوس سلنه واک لري.

هغه زیاته کړه: «د جګړې د ودې پر حال کې ښاخ چې طالبان دي، د جګړې د مخ پر ځوړ ښاخ ته چې موږ او حکومت مو دی، نه تسلېمږي.»

سپنتا زیاته کړه دا تريخ واقعیت باید ومنل شي چې طالبان وجود لري او باید خبرې اترې ورسره وشي، خو د دې تر څنګ هغه د مسکو ناستې په اړه اندېښنه لري: «د یوې نامشروع پدیدې مشروع کول د دې علت کېږي چې د طالبانو او ای اس ای استازي په نړیوالو سالونونو کې د ډيپلوماټانو په حیث قبول شي.»

د مسکو ناسته کي د سولي شورا پلاوي ګډون کړی او د دې شورا د ویاند مرستیال اسدالله بارکزی وايي اجنډا يې دا ده چې څنګه کولی شي طالبان له حکومت سره مخامخ کېنوي. 

په ورته وخت کې د بهرنیو چارو وزارت د سرچینو او ادارې معین نصیر احمد اندېشه وايي: «د افغانستان حکومت یوازې پر دې اصل چې د سولې هڅې د افغانانو په مالکیت وي او دا چې په نړیوال سټیج له طالبانو سره یو ځای کېني باید د خبرو اترو پیل وي، دا پرنیسپونه روسانو هم منلي و، خو دلته يې وجود نه درلود.»

دې ناسته کې د طالبانو د قطر دفتر استازي هم برخه وال دي، چې په اړه يې سیاسي شنونکي نظر محمد مطمئن وايي دوی به د سیمې هېوادونو ته ډاډ ورکړي. 

هغه وویل: «طالبان به د منځنۍ اسیا او نورو هېوادونو اندېښنو ته ځواب ووایي او کوشش به وکړي چې د راتلونکي نظام او د افغان ولس د غوښتنو په اړه نظر وړاندې کړي.»

که څه هم طالبانو طلوع‌‌نیوز ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ویلي، چې د سولې شورا غړو سره به ونه ویني، خو که دا دواړه اړخونه سره یو ځای کېني نو دا به لومړي ځل مخامخ کېدل وي. 

شریک یي کړئ