په کابل کې د روسيې سفارت وايي، راتلونکې میاشت کې د افغانستان سولې اړوند د یوې بلې غونډې جوړولو نیت لري.
د دې سفارت مرستیال البرت خوزیف وايي، دوی هیله لري چې په راروان دیسمبر کی به د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانکړی استازی ډاکټر زلمی خلیلزاد هم مسکو ته سفر وکړي.
مسکو د تېرې میاشتې (لړم پر اتلسمه) هم د افغانستان سولې اړوند غونډه جوړه کړې وه، چې پکې د سیمې د لسو هېوادونو د استازو تر څنګ طالبانو هم برخه درلوده.
په کابل کې د روسيې د سفیر مرستیال البرت خوزیف په دې اړه وویل: «د مسکوغونډه کې ډېر مثبت ګام دا و، چې امریکا په .»وروستي پړاو کې دغې غونډې ته د سفارت یو ډیپلومات ور واستاوه
خوزیف په کابل کې د روسيې د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په حواله وویل: «فکر کوم لکه چې تاسې هم واورېدل، کابلوف وویل چې هغه مسکو ته د خلیلزاد د ورتګ په تمه دی.»
د روسيې د کړنلارې د څېړنیز مرکز مشر نیکولای فلاتینکوف، د مسکو په تېره ناسته کې د افغان حکومت د نه ګډون یادونه کوي، خو زیاتوي چې د سولې شورا پلاوي د افغانستان یووالی ثابت کړ.
فلاتینکوف وړاندې زیاته کړه چې امریکا په افغانستان کې د سیمې د هېوادونو نظر په پام کې نه نیسي، هغه وویل: «امریکا په افغانستان کې د ګاونډیانو نظرونه په پام کې نه نیسي، په داسې حال کې چې مسکو ناسته کې نږدې یوولسو هېوادونو ګډون کړی و، خو د افغانستان حکومت مشخص استازی نه درلود.»
مسکو ناسته کې طالب پلاوي په افغانستان کې د امریکا پوځي حضور د سیمې د هېوادونو لپاره هم د اندېښې وړ وباله. خو د سولې عالی شورا غړی عطاءالله سلیم وايي: «مشخص يې د هېوادونو نومونه واخیستل، چې دا هېوادونه په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو اړوند اندېښنې لري، خو بهرنیان همالته حاضر و، که یې احیاناً اندېښنې لرلې خو ویلي به يې و.»
ارګ د مسکو د دویمې غونډې اړوند څه نه دي ويلي، خو د سولې شورا دې غړي وویل، چې د دوی له ادرسه به څوک هلته ګډون ونه کړي.
د سولې عالي شورا پلاوي اړوند د مسکو تېره ناسته کې هم نیوکې موجودې وي او دریځ يې ګونګ او له کمزوري دریځه یادېده، د مشرانو جرګې غړي، غیرت بهیر وویل، د طالبانو دریځ غوڅ او له قوي موقفه و، خو د سولې شورا پلاوی هغسې نه و.
کابل کې د ستراتېژیکو مطالعاتو مرکز کې په همدې مناسبت غونډه کې له روسي استازو له طالبانو سره د مرستې اړوند هم پوښتنې وشوې، چې د روسي سفیر مرستیال يې رد وکړ.
هغه وویل: «روسیه له طالبانو سره نه مالي او نه او وسلهواله مرسته کوي.»
دا په داسې حال کې دی چې د ارګ د مشورتي بورډ د جوړېدو د هڅو تر څنګ د سولې عالي شورا هم د یو پلاوي د جوړولو د هڅو خبر ورکوي.
د مسکو تېره ناسته د لړم په اتلسمه وشوه، چې له هغه وروسته د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سیمو هېوادونو ته دویم سفر پیل کړ او له طالبانو سره يې پرلپسې درې ورځې مخامخ خبرې وکړې.