د لویې دودیزې جرګې د ترسراوي په اړه د سناټورانو خبرې اترې، په فېزیکي نښتو واوښتې.
د نن ورځې (یکشنبې د لړم په ۷ مه) په غونډه کې د ارزګان سناټور رحمت الله اڅکزي د کندهار له سناټور محمد حنیف حنفي سره د اختلاف نظر رامنځته او له هغه سره غاړه غړۍ شو.
د ښاغلي اڅکزي دا کار د ځنیو سناټورانو له خوا ناوړه او بد وبلل شو.
د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمد علم ایزدیار په دې اړه وویل:«اداري پلاوی، او ټولو سناټوران صاحبانو! دغه مسله باید له قانوني لارې او له هغې لارې چې ستاستو قناعت وي، حل شي.»
د مشرانو جرګې د کورنیو دندو د اصولو پر بنسټ، هر کله چې یو سناټور فېزیکي نښتې ته اقدام کوي، باید د یوې میاشتې لپاره یې دنده له ټولو امتیازاتو سره وځنډول شوي، خو د جرګې مشر د جرګې له لارې د دغې ستونزې پر حل ټینګار کوي.
د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار په دې اړه وویل:«سناټوران له یو بل سره د ورور او خور حیثیت لري، او دا کار مشرانو جرګې ته ستر ګوزار دی او موږ دا مسله څېړو.»
تېره اوونۍ د ولسي جرګې د غړو ترمنځ فېزیکي شخړو د هغوی څو اجنډاوې وځنډولې، خو د مشرانو جرګې رییس ټینګار کوي چې هېچاته اجازه نه ورکوي چې بیا په تاوتریخوالي لاس پورې کړي.