Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ملکي کسانو قاتلینو ته باید د ورور خطاب ونشي

د ۱۴۰۰افغانستان ډلې یو شمېر غړو د یکشنبې په ورځ وویل هغه کسان چي ملکې وګړي وژني بايد ورته ورور ونه ويل شي.

د افغانستان د څوارلس سوه ډلې يو شمېرغړي چې د وري د څورالسمې نيټې پيښې قربانيانو سره د خواخوږۍ لپاره فراه ولايت ته تللي دي وايې چې لدې وروسته د دغه شان پيښو په وړاندي پټه خوله پاتې کېدای نشي.

د دغې ډلې غړي د خواخوږی په ډول د دغې پيښې ټپيانو ته وينې ورکړې او د پيښې په سيمه کې یې قربانيانو سره د پيوستون په ډول د ياودنې لوحه ولګوله.

د ۱۴۰۰ افغانستان ډلې يو شمېر غړو د فراه ولايت د وري د څوارلسمې د خونړۍ پيښې له ټپيانو او د قربانيانو له کورنيو سره د همدردۍ په موخه نوموړي ولايت ته سفر وکړ.

دوي وايي نور به د دغه راز پيښو په وړاندې چوپه خوله پاتې نشي.

د څوارلس سوه ډلې مشر، شهزاد اکبري وویل:«د افغانستان دښمنانو یوه لویه پروژه پرلار اچولې څو د افغانستان خلک تل مزدور بدبخت او اسیر پاتې شي، خو مونږ ځوانانو او د افغانستان خلکو دا درک کړې. نه پوهیږو چې حکومت درک کړې که نه، خو مونږ غواړو د هېواد دښمنانو ته ووایو چې مونږ به د دغو پروژو پر وړاندې ځواب ووایو.»

د هرات ولایتي شوار ریس، سید وحید قتالي وایي:«د ۱۴۰۰ افغانستان ډلې غړو په خپل وروستي سفر کې د قربانیانو د کورنیو له غړو، ځایي چارواکو او ولایتي شورا له غړو سره لیده کاته کړي او مونږ غواړو د دوی غږ د هېواد په کچه لوړ کړو.»

د دې ډلې غړي د پيښې ځای ته ورغلل او د همدردۍ په نښه يې په دې سيمه کې يوه لوحه ولګوله.

يو شمېر دغو کسانو د نوموړې پيښې ټپيانو ته وينه ورکړه او وايي ځينې کسان د افغانستان د بربادۍ لپاره د ملکي خلکو وينې تويوي خو دوی د خپل هيواد د ښه راتلونکي په موخه وينه ورکوي.

د یادې ډلې یو بل غړی، حسیب همایون وایي:«په ورته وخت کې له خلکو سره زمونږ تړون دا وه، چې د افغانستان د خلکو دښمن زمونږ ورور ندی.»

له بلې خوا د دې پيښې د قربانيانو د کورنيو يو شمير غړي د امنيتي ګواښونو په اړه انديښمن دي.

د فراه والي هم دا پيښه د ګاونډيو هيوادونو د استخباراتي کړيو پلان شوی کار ګڼي.

که څه هم امنيتي چارواکو ويلي له ځانمرګو بريدکونکو سره د دې ولايت د يوشمير ځايي مسوولينو د احتمالي لاس لرلو د څرنګوالي په اړه څيړنې روانې دي خو داسې ښکاري چې تراوسه دغه څيړنې بې پايلې وې.

د ۱۴۰۰افغانستان ډلې یو شمېر غړو د یکشنبې په ورځ وویل هغه کسان چي ملکې وګړي وژني بايد ورته ورور ونه

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه