د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پنځلسو غړو د دې بنسټ لوی منشي درې میاشتنې راپور سره د افغانستان حالت په اړه خبرې اترې وکړې.
په دې راپور کې د افغانستان حالات ډېر ناامنیه پاتي کېدو او د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ د سیمو لاس په لاس کېدو په اړه راغلي دي.
د ملګرو ملتونو په راپو کې د سیاسي څېرو له نیوکو چې په خپله هم حکومت کې دي، په ځانګړې توګه د افغانستان ژغورنې شوار چې په کې د حکومت لومړی مرستیال، جنرال دوستم، د بلخ والي، عطامحمد نور او د اجرائيه ریاست دوهم مرستیال، محمد محقق شامل دي.
د یو شمېر دولتي بنسټونو کې د یو شمېر کسانو ګمارنې په اړه د ولسمشر او اجرائیه رئیس هوکړو په اړه هم راغلي دي.
همدراز د ټاکنو په اړه ویل شوي دي چې یو شمېر مهمې پرېکړې لا هم نه شوې او سیاسي ګوندونه، د اصلاحاتو نه رامنځته کول او ناامنۍ د ټاکنو پر وړاندې لویې ستونزې دي.
ملګرو ملتونو همداراز د روان زیږدیز کال تېرو درېیو میاشتو ۵۵۰۰ د ناامنیو پېښې ثبت کړې دي او له جون څخه د اګسټ میاشتې تر پایه پورې ۵۵۳۲ پيښې په افغانستان کې ثبت شوې دي.
په ټوله کې ټول افغانستان کې ۱۶۹۰ امنیتي پېښې تېرو ۸ میاشتو کې ثبت شوې دي چې د تېر ۲۰۱۶ کال په پرتله ۵ سلنه زیاتوالی ښیې.
په راپور کې که څه هم د ځانمرګو بریدونو درې سلنه کموالی راغلی ترڅنګ یې د سړو تښتونو او ترور هم، خو د ملکي مرګژوبلې شمېر زیات شوی دی.
د افغانستان ختیځ او سویل په پرله پسې توګه نا امنه ښودل شوي دي.
د ملګرو ملتونو راپور کې راغلي دي چې په شمال کې د طالبانو امن پټنځایونه لامل شوي چې طالبان بریدونه وکړي، خو د تېر کال پرخلاف طالبانو د ښارونو نیولو په موخه پراخ عملیات نه دي کړي.