د سرپل ولایت په میرزا اولنګ دره کې یو شمېر ولسي پاڅون کوونکي وايي چې طالبان او داعشیان تراوسه هم په د دغې درې په ځینو برخو کې حضور لري.
هغوی وايي چې دغې ډلې د میرزا اولنګ درې تر خولې پرمختګ کړی دی.
خو امنیتي چارواکي د میرزا اولنګ د اوضاع په اړه څه نه وايي. په همدې حال کې د سرپل ولایت یو اوسېدونکی قمبر وايي چې شل ښځې او ۱۰ ماشومان یې د طالبانو د یوه جنګیالي په مرسته د داعشیانو له منګولو ژغورلي دي.
قمبر وايي:«کله چې د میرزا اولنګ له لارې راتلو، داعشیانو موږ نیولو او وژلو یې نو له همدې امله د طالبانو یوه غړي له موږ سره مرسته وکړه.»
۷۰ کلن حسین د سرپل د ښار دی او له پنځو میاشتو راهیسې د طالبانو په وړاندې یې ټوپک په اوږه کړی دی.
دی وروستی کس وو چې د میرزاولنګ درې په ختیځ کې يي خپله سیمه پرېښوده او د سرپل ولایت مرکزته راغلی.
د حسین په خبره، طالبان او د اعشیان د میرزاولنګ درې«قفلاتون» په سیمه کې پرمختګ کړی او د دې درې په خوله کې دویم ځلي جګړه روانه ده.
دا هغه څه دي چې د صیاد پر ولسوالي يې فشار راوستی.
د صیاد ولسوالۍ یو اوسېدونکی بابر وايي:«په څو سیمو کې اوس طالبان بیا هم حضورلري او موږ د هغوی له فعالیت څخه وېره لرو.حکومت باید یو کاروکړي.»
د میرزا اولنګ پر درې د طالبانو او داعشیانو له برید څخه وروسته، امنیتي ځواکونه دوه اوونۍ وروسته وتوانېدل چې د دغو ډلو جنګیالي په شاوتمبوي، خو اوس ولسي پاڅون کوونکي وايي چې د دغې درې ډېری سیمې د دغو ډلو لاسته لوېدلي دي.