Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ناټو پوځي سلاکاران د افغان ځواکونو ټيټې کچې قطعو ته راستانه شول

په افغانستان کې د ناټو پوځي قومندانان د افغان ځواکونو ټیتې کچې پوځي واحدونو ته د دغه سازمان د سلاکارانو راستنېدل د طالبانو د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې لپاره د دغو ځواکونو لا چمتووالی ښودلی دی.

له افغان ځواکونو په ملاتړ کې د ناټو د رول پر پراختیا د ناټو د قوماندانانو له ټینګار وروسته، د ناټو پوځي سلاکارانو په ټیټه کچه د افغان ځواکونو د مشورې ورکولو او له دغو ځواکونو سره د مرستې ماموریت پيل کړی دی.

په ۲۰۱۴ کال کې په افغانستان کې د ناټو د جنګي ماموریت له پاي ته رسېدو او د دغه سازمان د ځواکونو له کمښت وروسته د ناټو پوځي سلاکارانو یوازې د ملي اردو په قول اردوګانو او فرقو کې فعالیت درلود خو اوس د لواګانو کچې ته د راستنېدو په حال کې دي.

په کندهار ولایت کې د ناټو په چوکاټ کې د رومانیا هېواد یو تن د توپخانې روزونکی، کریسشین الفیري وايي:«دا ډېره مهمه ده ځکه زما په اند دا هغه کسان دي چې له پلیو ځواکونو سره بوخت دي، کله چې پلي پوځیان د دوي ملاتړ ته اړتیا ولري اقدام کوي، له دې امله ډیره مهمه ده چې موږ دغو ځواکونو ته پاملرنه وکړو.»

په کندهار کې امریکايي روزنکی، ایویریټ هیني څرګندوي:«تاسو تل کولاي شئ د ټیټې کچې د قطعو لپاره لازیات سلاکاران وګمارئ ځکه زه اوس د قول اردو او لوا په کچه کار کوم او که په ټیټه کچه لازیات سلاکاران موجود وي افغان ځواکونه به وتوانیږي چې خپل کارونه په سمه توګه ترسره کړي."

په کندهار کې د ۲۰۴ اتل قول اردو د افغان ځواکونو د حرفه‎يي کېدو لپاره د ناټو د زوزونکو زیاتوالی اړین بولي.

په کندهار کې د ملي پوځ د توپچي او تخنیک ریاست مرستیال عبدالرحیم وویل:« د توپچي او سوق او ادارې په ګډون په درې برخو کې درسونه لوستي.کله چې دوی(افغان سرتېري)عملیاتو ته ولاړ شي،کله چې دوی دندې ته ولاړ شي د دښمن د له منځه وړلو لپاره،د افغانستان د ارامښت لپاره به ډېر ګټور وي.»

په دې وروستیو کې د امریکا د دفاع وزیر ویلي دي چې پنټاګون او د امریکا څارګره اداره افغانستان ته د لا ډېرو ځواکونو پر استولو ناندرې کوي تر څو په افغانستان کې افغان ځواکونو ته د روزنې او سلا ورکوونې ماموریت لا هم پیاوړی شي.

شریک یي کړئ