Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ننګرهار بهسودو ولسوالۍ د امنیت آمر ژوند له لاسه ورکړی

د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ جنایي آمر نن سهار(دوشنبې د غويي۱۰مه) د یوې چاودنې له امله ژوند له لاسه ورکړی دی.

په دې چاودنه کې د بهسودو مرستیال ولسوال هم ټپي شوی دی.

طلوع نیوز ته یوه امنیتي سرچینه وایي، دا پيښه هغه وخت د بهسودو ولسوالۍ ودانۍ ته نېږدې وشوه چې واټ څېرمه یو ځای پر ځای شوی ماین وچاودید.

له دې سره، د ننګرهار د والي ویاند،عمرځواک وایي چې په دې پيښه کې د درېیو پولیسو په ګډون څلور کسان ټپيان شوي دي.

دوی په دې اړه جزئیات نه دي ورکړي.

د پېښې مسوؤلیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

د ننګرهار ولایت سیمه‎ييز چارواکي وايي چې د بهسودو ولسوالۍ په چاودنه کې درې پولیس او یو ملکي کس ټپيان دي،

شریک یي کړئ