د ولسي جرګې غړي، ولسي جرګې ته د نوماند وزیرانو د نه معرفي کېدو او د حکومت د وعده خلافۍ له امله په غصه دي او د حکومت دغه کار ولسي جرګې ته بې احترامي او سپکاوی ګڼي
دغه استازي ټینګار کوي چې حکومت باید ژر تر ژره د اعتماد رایې د اخیستو لپاره نوماند وزیران ولسي جرګې ته ور وپېژني او په وزارتونو کې سرپرستي پای ته ورسوي.
د ولسي جرګې غړی غلام فاروق مجروج په دې اړه وویل:«موږ تمه لرو چې حکومت ژرتر ژره دغه نوماند وزیران معرفي کړي، په هغه صورت کې کهچېرې واجد شرایط وي هغوی ته رایه ورکړو چې د حکومت کابینه بشپړه شي.»
خو، د ولسي جرګې ځينې غړي ولسي جرګې ته د نوماند وزیرانو په معرفي کې ځنډ د ملي یووالي حکومت د مشرانو ترمنځ د اختلاف له امله بولي.
د دغې جرګې بل غړي فکوري بهشتي هم څرګنده کړه:«له بده مرغه د ننه په حکومت کې د مشرانو ترمنځ اختلافونه او ستونزې د دې لامل شوي چې سره پایلې ته ونه رسېږي.»
له دې ټولو سره، ملي یووالی حکومت ولسي جرګې ته د دغو نوماند وزیرانو د معرفي کېدو لپاره له خپلو هڅو خبر ورکوي.
د اجرائيه رییس د ویاند مرستیال جاوېد فیصل په ډاګه کړه:«ولسي جرګې ته د نوماند وزیرانو معرفي کول د حکومت په لومړیتوب کې دي او ټاکل شوې چې په نېږدې راتلونکې کې دغه نوماند وزیران ولسي جرګې ته معرفي شي.»
دا په داسې حال کې ده چې په پارلماني چارو کې د دولت وزیر فاروق وردک ۱۵ ورځې وړاندې ویلي وو تر راتلونکې اوونۍ ۱۵ نوماند وزیران به د اعتماد رایې د ترلاسه کولو لپاره ولسي جرګې ته به معرفي شي.
له دې وړاندې ولسمشر غني هم د دغو نوماند وزیرانو معرفي کېدل یې د حکومت لومړیتوب بللی وه.