د هرات ځايي چارواکي وايي چې نن سهار (شبنې د وږي په ۱۵مه) طالبانو د دغه ولایت پر غوریان ولسوالۍ برید وکړ.
د هرات د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالاحد ولي زاده وايي چې د غوریان په بازار کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته تر ډېره روانه وه.
ورته مهال، د سیمې اوسېدونکي وايي چې د طالبانو یو ستر شمېر د غوریان ولسوالۍ به مرکز کې له امنیتي ځواکونو سره په نښته دي.
بلخوا طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا برید په داسې حال کې کېږي چې ټاکل شوې ده د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالب ډلې ترمنځ خبرې اترې تر راتلوونکو څو ورځو پیل شي.
ټاکل شوې وه چې د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوی نن دوحې ته سفر وکړي؛ خو سرچینې وايي چې دغه سفر ځنډول شوی دی.