Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هلمند کې د ښوونځيو ودانیو نشتون په هکله د زده کوونکو شکایت

هلمند کې زده کوونکي د دغه ولایت په ډېریو ښوونځیو کې د ودانیو نشتون له امله شکایت کوي. او وايي چې د دغه ولایت په ښار او ولسوالیو کې ډېری ښوونځي ودانۍ نه لري.

د لښکرګاه ښار د بولان په سیمه کې یو ښوونځی چي ۱۵۰۰ زده کوونکي په کې په زده کړو بوخت دي، دغه ښوونځی چې حتا د ښار په منځ کې موقعیت لري، خو ودانۍ نه لري او زده کوونکي په پرانیستې فضا او یا هم په خېمو کې زده کړې کوي.

زده کوونکی زمری وايي :«زموږ په مکتب کې دومره صنفونه نشته لکه خېمې چي شته، تول موږ په خیمو کي درس وایو ، هغه پدي ورځو کي ډیر یخ دی باران دی  خیمي مو د اوبو څخه ډکي وي، او موږ ډیر په ستونزه کي یوو.»

بل زده کوونکی هستي خان هم وايي:«موږ اکثتر ټولګیوال د یخ د لاسه ناروغان شوي دي، او مکتب ته هم نه راځي، موږ غوښتنه کوو چې زموږ په مکتب کي صنفونه جوړ شي او دا ستونزه مو حل شي.»

د دغو زده کوونکو کورنۍ هم د ودانیو نشتون د اندېښنې وړ ګني او وايي چې اولادونه یې په پرانیستې فضا کې درس نه شي لوستی.

د یوه زده کوونکي د کورنۍ غړی عبدالخالق په دې اړه وايي:«موږ په وار وار د خپلو ستونزو د حل په موخه هرې ادارې ته تللي یوو، خو د والي څخه نیولي تر ټیټ پوړي چارواکو پورې هر یو ته جلا جلا ورغلي یوو. خو دوی زموږ خبرې هېڅ پر غوږ نه دی اورېدلي، او نه یې هم زموږ ستونزې را حل کړې دي.»

د یوه زده کوونکي د کورنۍ غړی فدا محمد هم څرګندوي:«په کلي کې مو ښوونځی ودانۍ ته اړتیا لري کتاب ته مو اولادونه اړتیا لري خو دوی هېڅ هم نه دي کړي.»

بل خوا د هلمند د پوهني ریاست په ښوونځيو کې یادي ستونزي مني، او وایي په دغه ولایت کې ۱۷۷ ښوونځي ودانیو ته اړیتا لري. د دوی په خبره هڅه کوي چې په هغو ښوونځيو کې چې وداني ته اړتیا لري، نوې ودانۍ جوړې کړي. خو په ولسوالیو کې طالبان د ښوونځيو د ودانیو د جوړېدو اجازه نه ورکوي.

محمد ولي سرحدي د پوهني ریاست اداري مرستیال په دې اړه وویل:«موږ په ټول هلمند کي ۱۷۷ د ښوونځيو ودانیو ته اړتیا لرو، او موږ ته د اقرا برنامې له لارې ۹۶ ښوونځيو لپاره ودانۍ جوړېږي. خو په ولسوالیو کې طالبان اجازه نه ورکوي، چي دا ودانۍ جوړې کړي، که موږ ته اجازه راکړي، موږ به په دوه کلونو کې نژدې اتیا ښوونځي جوړي وای.»

د هلمند ولایت په  ۳۴۹ ښوونځیو کي دم ګړۍ څه د پاسه ۲ لکه ۱۲زره زده کوونکي په زده کړو بوخت دي، او نژدې ۱۳۰ زره زده کوونکي تر شنه اسمان لاندي او یاهم له خېمو په جوړ شویو ټولګیو کې زده کړط کوي.
 
د هلمند ولسوالیو تر څنګ په لښکرګاه ښار کي هم په ډيرو ښوونځيو کي زده کوونکي په خیمو کي زده کړي کوي.

شریک یي کړئ